1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان محکمې د عمران خان د نیولو عمليات ځنډولي دي

۱۴۰۱ اسفند ۲۵, پنجشنبه

د پاکستان يوې عالي محکمې پوليسو ته امر کړی دی چې د عمران خان د نيولو عمليات دې يوه ورځ وځنډوي. په لاهور کې د عمران خان د کور دباندې له څو ورځو راهېسې د هغه پلويان راټول شوي څو د نوموړي د نيول کیدو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/4Ol1K
د پاکستان پخوانی ولسمشر عمران خان د لاهور په زمان پارک سيمه کې
د پاکستان پخوانی ولسمشر عمران خان د لاهور په زمان پارک سيمه کې انځور: Musa Virk/Twitter/REUTERS

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان مشاور فواد چوهدري وويل چې د لاهور عالي محکمې د خان د نيولو عمليات تر جمعې ورځې پورې وځنډول. د پنجاب ايالت د اطلاعاتو وزير عامر مير هم د محکمې دغه امر تائيد کړی دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو د عمران خان په لسونو پلويانو چې کوتکونه او لېندې ورسره وې، د نوموړي کور کلابند کړی وو څو یې د پوليسو له خوا د نيول کيدو مخه ونيوله شي.

عمران خان د صدراعظمۍ په خپله دوره کې د دولتي ډاليو په غير قانوني توګه  پلورولو په تړاو قضيه کې بايد محکمې ته حاضر شوی وای. خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د امنیتي دلایلو پر اساس محکمې ته نه حاضريږي.

اړونده موضوع: عمران خان: «زما نيول نه، بلکې زما تښتول او وژل یې هدف دی»

له همدې کبله محکمې د هغه د نيولو امر کړی وو چې همدا څه له سه شنبې ورځې راهېسې د لاهور په زمان پارک سيمه کې چېرې عمران اوسي، د پوليسو او د نوموړي د پلويانو ترمنځ د اخ و ډب باعث شول.

په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شويو ويديوګانو کې عمران خان په داسې حال کې چې د ګاز ضد ماسک يې اغوستی دی، د خپلو پلويان تر منځ ليدل کیږي.

ب. ص/ ن. ز Reuters))

زموږ له آرشيف څخه:

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش