1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

محکمې عمران خان د رسمي سوغاتونو قضيه کې په فساد تورن کړی

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د اسلام آباد یوې سیمه ایزې محکمې د سه شنبې په ورځ د رسمي سوغاتونو په ارتباط قضیه کې د فیبرورۍ په اومه نیټه د پخواني لومړي وزیر پر ضد د شکایت ثبتولو پریکړه کړې ده. محکمې عمران خان ته د ۲۰۰۰۰ روپیو تحویلولو امر هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MuYT
Pakistan | Imran Khan | ehemaliger Premierminister
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

په اسلام آباد کې د یوې محکمې قاضي ظفر اقبال د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لوموړي وزیر عمران خان پر ضد د رسمي سوغاتونو یا «توشه خانه» په قضیه کې د فیبرورۍ په اوومه نیټه د دعوې یا شکایت ثبتولو امر کړی دی. محکمې د پاکستان پخواني لومړي وزیر ته د ۲۰ زره پاکستاني کلدارو ادا کولو امر هم کړی دی.

توشه خانه څه ته وایي؟

توشه خان یوه اداره ده چې په ۱۹۷۴م کال کې د کابینې د اداري څانګې تر کنترول لاندې رامنځته شوې ده. دغه اداره هغه ارزښت لرونکي او قیمتي سوغاتونه چې د نورو هیوادونو د مشرانو او حکومتونو او یا هم د بهرنیو میلمنو له خوا د وخت حاکمانو ته ورکول کیږي، ساتنه کوي.

د خیبر پښتونخوا ایالت ملي شورا او کابینه منحل شوي

دغه اداره د پخواني لومړي وزیر پر ضد د توشه خانې د سوغاتونو او په ظاهره کې د هغوي د پلورلو له درکه ترلاسه شوي عاید د جزویاتو د نه شریکولو او د درواغو اعلامیو او غط وضاحت له کبله په دې وروستیو ورځو کې د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی دی.

دوه اونۍ مخکې د لاهور عالي محکمې د یوې قضیې د اورولو پر مهال له ۱۹۴۷م کال څخه تر اوسه پورې سیاسي حاکمانو او بیوروکراتانو ته د بهرنیو شخصیتونو له خوا د ورکړل شوو سوغاتونو، کوم چې توشه خانې ته سپارل شوي دي په اړه د تفصیلي معلوماتو ورکولو حکم کړی و.

محکمې د توشه خانې اړوند قضیې ته د رسیدګۍ پر مهال له مدافع وکیل علي بخاري څخه پوښتنه وکړه چې د عمران خان وکالت نامه چیرې ده؟

بل لور ته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وکیل استدلال وکړ چې وکالت نامه تر هغه وخته پورې نه شي سپارل کیدلی، تر څو پورې چې د تحریک انصاف مشر پخپله محکمې ته نه وي حاضر شوی.

علي بخاري ویلي و چې د محکمې د تیر سماعت یا جریان پر مهال د عمران خان د داکتر تصدیق وړاندې شوی و، چې له مخې یي هغه د ناروغۍ له کبله محکمې ته د حاضریدو جوګه نه و.

د ایالتي حکومتونو له سقوط سره پاکستان کې سیاسي بحران لا ډیریږي

محکمې د سه شنبې په ورځ شخصاً عمران خان ته په محکمه کې د حاضریدو امر کړی و، خو هغه حاضر نه شو. د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وکیل له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې محکمې ته د نه حاضریدو له کبله دې د عمران خان د نیولو امر صادر کړای شي. محکمې وکیل علي بخاري ته د عمران خان د وکالت نامې سپارلو امر کړی.

اصلي موضوع څه ده؟

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (ای سي پي) تیر کال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران پر ضد په محکمه کې شکایت کړی و کوم سوغاتونه چې د لومړي وزیر په توګه عمران خان ته د بهرنیو مهمو شخصیتونو له خوا ورکړل شوي و، د هغې په ارتباط یي چارواکي تیر ایستلي دي، نو له دې کبله باید د خان پر وړاندې دې د جزایي قوانینو په اساس اجرات وشي.

د ECP یا پاکستان د ټاکنو کمیسیون مشر سکندر سلطان راجه، په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي د اکتوبر په ۲۱ نیټه د اساسي قانون د مقرراتو په حوالې ورکولو سره د توشه خانې په قضیه کې عمران خان نا اهله بللې وو.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په خپله لنډه پریکړه کې ویلي و چې عمران خان اداري فساد کړی دی، نو له دې امله د اساسي قانون د  ۶۳P مادې په اساس نا اهل یا صلب صلاحیت ګڼل کیږي. په دې پریکړه کې د عمران خان پر ضد د قانوني اجراآتو پيلولو امر هم شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص