د پاکستان یوې محکمې عمران خان پر ۱۷ کاله بند محکوم کړ
۱۴۰۴ آذر ۲۹, شنبه
دپاکستان محکمې د شنبې په ورځ پخوانی صدراعظم عمران خان د خپلې صدراعظمۍ په دوره کې د دولتي ډالیو په تړاو فساد کې د ښکیلتیا له پاره پر دغه سزا محکوم کړ.
دغه حکم د خان له پاره چې په ۲۰۲۲م کال کې ېې د حکومت تر ړنګېدو وروسته له ګڼو نورو تورونو سره هم مخ شوی، وروستۍ قانوني ګوزار دی.
عمران خان چې له ۲۰۲۳م کال راپدېخوا په زندان کې دی، پرې لګېدلي تورونه ردوی او چارواکي د ځان خلاف پر سیاسي دسیسه تورنوي.
خان او مېرمن ېې ۱۰ کاله په امانت کې د خیانت په جرم او ۷ کاله د فساد اړوند تورونو په تړاو پر زندان محکوم شوي چې په هغو کې یوه قضیه د حکومتي ډالیو له پاره د ټېټې بېې د ټاکلو ادعا ده.
د پاکستان په قانون کې دولتۍ ډالۍ
د پاکستان د قوانینو پر اساس، حکومتي چارواکي باید ټولې ترلاسه شوې دولتي ډالۍ وښيي یا اعلان کړي، خو د دې اختیار هم لري کومې ډالۍ چې بیې ېې له ټاکلي حده ټېټې دي وساتي او یا ېې په تخفیف سره بېرته واخلې.
نور ولولۍ: عمران خان او مېرمن ېې د غیرقانوني واده په قضيه پر حبس محکوم شول
د محکمې د شنبې ورځې حکم د ایټالیا د بولګاري برېنډ جواهراتو د ټېټې بیې ټاکلو تورونو په تړاو شوی دی. دغه جواهرات په ۲۰۲۱ کال کې د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان له خوا خان او د هغه مېرمنې ته ورکړل شوي ول.
د فرانس پرېس د رپوت پر اساس، د دغو جواهراتو قضیه له ېوې بلې مخکنۍ قضیې جلا ده کومه چې د سعودي عربستان د شهزاده له خوا د ورکړل شوو قیمتي ساعتونو سره تړاو لري. په هغې قضیه کې خان په ۱۴ کاله او بي بي په ۷ کاله حبس محکومه شوې وه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند غبرګون
د عمران خان ګوند د هغه پر ضد د محکمې د وروستي حکم پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. دغه ګوند پر اکس شبکه ليکلي چې د یوې «تش په نامه محکمې» له خوا دغه حکم صرف د دې له پاره صادر کيږي تر څو د عمران خان د حبس غیر قانوني او غیرعادلانه موده ېې غځولي وي.
دغه ګوند زیاته کړې: «ټوله نړۍ پوهیږي چې دغه کېسونه سیاسي انګېزې لري.»
نور ولولۍ: د پاکستان نظامي محکمو د عمران خان ۲۵ پلويان محکوم کړل
د پاکستان تحریک انصاف د ګوند ویاند سید ذولفقاز بخاري یاد آژانس ته وویل چې په دغه حکم کې «د عدالت اساسي قاعدې نه دي رعایت شوي»
د عمران خان کورنۍ
دغه حکم په داسې وخت کې صادر شوی چې د عمران خان کورنۍ په وروستیو کې د خان د زندان وضعیت ته د پام اړولو له پاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
د خان زوی قاسیم خان له سکای نیوز سره په یوې وروستۍ مرکه کې وویل چې پلار ېې په «بشپړه انزوا» کې واقع دی او حتی له ساتونکو سره هم د اړيکې ساتلو اجازه نه لري.
قاسم خان وویل: «دا د ټولو رواني شکنجو تکتيکونه دي. هغه نه له خپلې کورنۍ، نه شخصي ډاکټر او نه هم دې ته ورته نورو کسانو سره اړیکه لري. دوی [حکومت] له دغو تکتيکتونو په استفادې هڅه کوي تر څو هغه په بشپړه توګه منزوي کړي.»
خو د پاکستان حکومت دا ډول ادعاوې په کراتو رد کړي دي.
له آرشیف څخه (27.11.2024):