1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د پاکستان پوځ: د طالبانو یو قوماندان مو وژلی دی

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د طالبانو یو مشهور قوماندان وژلی دی چې په خبره یې د څلورو ښځو په وژلو کې ښکیل وو. دغه ښځي چې په یوه موسسه کې یې کار کاوه د دوشنبې په ورځ ووژل شوې.

https://p.dw.com/p/3pmdt
Pakistan Waziristan Armeeoffensive 16.06.2014
آرشیف انځورانځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس، د پاکستان د پوځ له قوله لیکلي دي چې د اورپکو قوماند حسن الیاس سجنا، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د فبروري ۲۳مه) په یوه وسله واله نښته کې هغه مهال ووژل شو چې عسکرو د شمالي وزیرستان په میر علي کې پر یوه کلي باندې چاپه ووهله.

د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ویلي دي: «حسن الیاس سجنا، تیره ورځ [د دوشنبې ورځ] په میرعلي کې د څلورو ښځو په وژلو کې ښکیل وو.»

په بیانه کې وړاندې راغلي دي چې «وژل شوی ترهګر د امنیتي ځواکونو او سوله ایزو ملکیانو پر ضد په ترهګریز فعالیتونو کې ښکیل پاتې شوی دی.» زیاته شوې ده چې دغه کس په لاس د جوړو شوو بمي چاودنو، د تاوان په موخه د خلکو د تښتولو، هدفي وژنو، شوکو او د ترهګرو په جذب کې هم لاس درلود.

څلور میرمنې چې د یوه غیر دولتي موسسې سره یې کار کاوه د دوشنبې په ورځ یې د دوو وسله والو له لوري پر موټر برید شوی وو.

چارواکو ويلي وو چې وژل شوو ښځو د سباوون په نوم يوې پاکستانۍ خیريه موسسې کې کار کاوه. د دغې موسسې په اړه ويل شوي دي چې دوی هغو ښځو ته د سوداګرۍ په برخه کې روزنې ورکوي چې په خپلو کورونو کې کار کوي او دغه راز هغوی ته د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی هم ورکوي.

د پاکستان په شمال ختیځ کې په وروستیو کلونو کې د ځایي او بهرنیو اورپکو پر ضد پوځي عملیات هم ترسره شوي دي.

په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان پوځ په دې موخه عملیات پېل کړل، څو په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پاخه سنګرونه له منځه یوسي او د یوې لسیزي یاغیتوب ته د پای ټکی کیږدي، چې په زرونو انسانان پکې وژل شوي دي. خو پر دې سربیره اوس هم یاغیان پر دې توانیږي چې تیت او پرک بریدونه ترسره کړي.

وروستیو بریدونو چې پکې پر نورو سربیره امنیتي ځواکونه هم په نښخه کیږي د جهادي ډلو د بیا فعالیت په هکله اندیښنې راپورته کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب