قطر: لا هم د افغانستان د پیسو د آزادولو روښانه لار نه شته
۱۴۰۰ مهر ۲۱, چهارشنبهقطر همدا اوس هم د طالبانو او لویدیځو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو کوربتوب کوي. د طالبانو او امریکا تر منځ هم خبرې اترې په دوحه کې ترسره شوې وې له همدې کبله نو ویل کیږي چې دغه هیواد پر طالبانو باندې یو څه کنترول لري.
د افغانستان د مرکزي بانک لس میلیارده ډالر پیسې له افغانستان څخه بهر کنګل شوي دي. دا کار د طالبانو له خوا د پلازمینې کابل تر نیول کیدو او د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت تر ړنګیدو شوی دی.
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن الثاني، یو ځل بیا د خپل هیواد موقف روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې اوس د دوحې له پاره د طالبانو په رسمیت پیژندل لومړیتوب نه لري خو په افغانستان کې نړیواله ښکیلتیا مهمه ده. دا نو په دې معنی ده چې نړیواله ټولنه به له طالبانو سره پرته له دې چې دغه ډله په رسمیت وپیژني هم اړیکې ولري.