1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د پولیو واکسین د تطبیق ممانعت؛ په غزني کې یو کوچنی فلج شو

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

افغان چارواکي په ۲۰۲۱م کال کې د ګوزڼ د لومړنۍ پيښې د ثبتیدو خبر ورکوي. د واکسیناسیون په کمپاین کې د طالبانو د همکارۍ سربیره، افغان چارواکي وایي چې د واکسیناسیون له وروستۍ دورې ۳ میلیونه ماشومان محروم پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3oZIA
Symbolbild Afghanistan Humanitäre Hilfe
انځور: Noorullah ShirzadaAFP/Getty Images

په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین مسوولین وایي چې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸مه) په دغه هیواد کې د روان میلادي کال د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د عامه پوهاوي پروګرام مسوول میراجان راسخ، وایي چې د پولیو د واکسین ممانعت په غزني ولایت کې د یوه ۱۸ میاشتني ماشوم د فلجیدو سبب شوی دی.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په دغه سیمه کې شا او خوا ۲۷ میاشتې کیږي چې کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین نه دی تطبیق شوی، چې زیاتره ماشومان له واکسینيدو پاتې دي.»

میراجان راسخ خبرداری ورکوي که چیرې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین ور نه کړل شي، نو په روان میلادي کال کې به زیات ماشومان په ګوزڼ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ وي.

یوازې په پاکستان او افغانستان کې د پولیو د پيښو رپوټونه ورکول کیږي او کابو په ټوله نړۍ کې دغه ویروس نه شته. په افغانستان کې نا امني او د طالبانو له لوري د واکسین د تطبیق ممانعت له دغه واکسین څخه د ماشومانو د محرومیت اصلي دلیل ګڼل کیږي.

د روان میلادي کال په لومړیو کې د واکسین د سرتاسري کمپاین په پیل کې، طالبانو د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسیف له استازو سره په لیدنه کې د پولیو له واکسیناسیون څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

خو پر دې سربیره هم راسخ وایي: «له بده مرغه په دې وروستیو کې کور په کور د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې ممانعت زیات شوی دی. د غزني، پکتیا او میدان وردک ولایتونه د واکسین له تطبیقه پاتې دي.»

د واکسین وروستی پنځه ورځنی کمپاین د تیرې جمعې په ورځ پای ته ورسید، خو راسخ وایي چې په دې دوره کې هم تر پنځه کلنۍ کښته څه کم درې نیم میلیونه ماشومان د ممانعت او مخالفت له کبله له واکسین پاتې شول.

له افغانستانه د یونیسیف د پولیو مسوول اخراج

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند څو ورځې دمخه ویلي وو چې په افغانستان کې د یونیسیف د پولیو مسوول، محمد محمدي له افغانستانه اخراج شوی دی.

دوا خان مینه پال، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي وو چې د یونیسیف مسوول «په چارو کې د نه شفافیت او د افغانستان ولسمشر ته د بې اعتنایې په دلیل د ولسمشر د حکم پر اساس په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستان څخه اخراج شو.»

د یونیسیف چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

ش.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل