په آلمان کي پراخو اعتصابونو عامه ترانسپورت ګډوډ کړی
په ټول آلمان کي د ۲۴ ساعته سراسري اعتصاب له پیل سره، نږدې ټولو الوتکو، ریل ګاډو او بسونه د دوشنبې په ورځ په دې هیواد کې تګ راتګ بند کړی.
د کارګرانو دوو لویو ټولنو دغه اعتصابونه وروسته له هغه پلان کړل چې د عامه ترانسپورت د برخې د کارفرمايانو سره یې مذاکراتو نتیجه ور نه کړه. د اعتصابونو سره په عين وخت کې د خبرو اترو دريم دور هم پېل شوی دی. په اعتصابونو کې د اورګاډي پټلۍ، ځايي عامه ترانسپورت او د هوايي ډګرونو کارکوونکي شامل دي.
اړونده موضوع: د جرمني په ځينو هوايي ډګرونو کې د اعتصاب ورځ اعلان سوې
د کارګرانو د »وېردي اتحادیې« مشر فرانک ورنکه چې د عامه سکتور د ۲،۵ ملیونه کارمندانو استازیتوب کوي، دا ېې په څو لسیزو کې تر ټولو لوی اعتصاب وباله.
یواځې یو هوایی ډګر خلاص دی
د برلین برانډنبرګ هواېې ډګر پرته، د آلمان نږدې ټول نړیوال هوایي ډګرونه د اعتصاب له امله اغیزمن شوي دي. اټکل کیږي چې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۴ سوه زره مسافرینو الوتنې ځنډول یا لغوه شوي.
د آلمان په تر ټولو لوی د فرانکفورټ هوايي ډګر کې هم د دوشنبې په ورځ ټولې کورنۍ او باندني الوتنې لغوه شوي، یا هم ځینې اوږده الوتنې د یوې ورځې لپاره ځنډول شوې دي.
په ورته وخت کې، د مونشن نړیوال هوایی ډګر د اعتصابونو یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ ټولي الوتنې بندې کړې وې، او همدا راز د دوشنبې په ورځ هم په دغه هوايي ډګر کې ټولې الوتنې درول شوي.
د برلین برانډنبرګ هوایی ډګر یواځنی هواېې ډګر دی چې د اعتصاب له امله نه دی اغیزمن شوی بهرني الوتنې د دوشنبې په سهار پکې په نورمال ډول تر سره کیدلې خو کورني الوتنې ځکه پکې نه تر سره کیدلې چې د المان د نورو هواېې ډګرونو څخه الوتني لغوه شوي دي.
په دې اعتصابونو کې په لویو بندرونو کې ډیری سوداګریزې او سمندري مسافر وړونکي کښتۍ هم درول شوې دي.
عامه ټرانسپورټ او ریل ګاډي هم درول شوې
د دغو اعتصابونو له امله د آلمان د اورګاډي شبکه هم په ټپه ولاړه ده. د آلمان د اورګاډي او ترانسپورت اتحادیې (EVG) ویلي دي چې د اورګاډي تر ۳۰ زرو زیاتو کارکوونکو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.
د آلمان د ریل پټلۍ او ټرانسپورټ اتحادیې د خبرو اترو د کمیټې غړي، کریستیان لوروش، د دوشنبې په ورځ وویل: «اعتصاب ته چمتووالی خورا لوړ دی. د کارمندانو غوسه چې د کارفرمایانو له خوا په انتظار کې ساتل کیږي، ډېره زياته ده.»
اړونده موضوع: د پيلوټانو اعتصاب؛ لوفتهانزا شرکت۸۰۰ پروازونه لغوه کړل
هغه زياته کړه: «موږ نن اعتصاب کوو، ځکه چې د معاشونو د زياتوالي په اړه په خبرو کې د ډېرو کارکوونکو له سخت اقتصادي وضعيت سره سره، داسې کوم وړانديز نه دى شوى چې د جدي خبرو اترو وړ وي.»
د آلمان د اورګاډي ملي شرکت (Deutsche Bahn) ویلي دي چې د محلي ریل خدمتونه به دومره محدود وي چې د بیړني پلان جوړول پکې نه وي، لکه په عامه رخصتیو کې.
د خبرو اترو د دریم پړاو په درشل کې، د دواړو طرفونو دریځونه له یو بل څخه خورا لرې دي.
د "وردي" د کارګرو اتحادیې او د آلمان د اورګاډي او ټرانسپورټ اتحادیې له خپلو غړو څخه وغوښتل چې په ټول هیواد کې خپل اعتصابونه همغږي کړي.
تمه ده دواړې اتحادیې به په روانه اونۍ کې د عامه سیکتور د کارګمارونکو سره خبرې وکړي.
د وردي اتحادېې مشر فرانک ورنکه وویل: «د ټرانسپورټ سیکتور کې د نن ورځې اعتصاب سره باید یو ځل بیا کارفرمایانو ته څرګنده شي چې پرته له کومې غلط فهمۍ څخه کارګران زموږ د غوښتنو بشپړ ملاتړ کوي.»
د دغو اعتصابونو په تړاو د ځینو سیاستوالو له خوا پر دغو اتحادیو نیوکې شوې دي. په آلمان کې یو شمیر سیاستوالو ویلي دي چې د اعتصابونو اندازې ته په کتو ممکن دا برعکس پایلې ولري او کیدای شي پر خبرو اترو منفي اغیز هم ولري.
خو د وردي مشر دغو نيوکو ته په ځواب کي ویلې دي« دا د برېښنا، ګازو او خوراکي توکو په بيو کې ډېر زياتوالى دى، چې د کارکوونکو پر ژوند منفي اغېز پرې باسي.»
زموږ له آرشیف څخه: