1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په ځينو هوايي ډګرونو کې د اعتصاب ورځ اعلان سوې

۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

د آلمان په یوشمېر لویو ښارونو کې به هوايي ډګرونه د جمعې په ورځ د یو ورځني خبر اعتصاب په جریان کې خپل کارونه و دروي. صنفي اتحاديې «ويردي» ويلي دي چي د معاشونو پرسر روانو خبرو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/4NV48
München | Verdi-Warnstreik bei Lufthansa
انځور: Sachelle Babbar/ZUMA Press/picture alliance

د آلمان صنفي اتحاديې د چهار شنبې په سهار په لومړیو ساعتونو کې وویل چې دوی به د جمعې په ورځ د ټول هیواد په هوايي ډګرونو کې یو ورځنی اعتصاب وکړي.

اعتصاب به د فرانکفورت، مونشن، شتوت ګارټ، هامبورګ، دورتموند، هانوور او بریمن په هوايي ډګرونو کي وي.

اړوند:جرمني: د انفلاسیون سره مبارزه به ډیره دوام وکړي

د خبرداری دا اعتصاب به د اتحادیې او د عامه سکتور کارمندانو ترمینځ د معاشونو د لوړيدو په اړه د خبرو اترو دوهم پړاو څخه مخکې چې ټاکل سوې وه د فبروري پر ۲۲ او ۲۳ وسي، ترسره سي.

د هوايي ډګر کارکوونکي ولې اعتصاب کوي؟

په دولتي او فدرالي کچه د عامه سکتور خبرو اترو سربیره، په سیمه ایزه کچه د ځمکني ترانسپورت کارمندانو او په ملي کچه د هوايي چلند امنیتي کارمندانو له پاره هم خبرې اترې پلان سوي دي.

د وردي مرستیال رئیس کریستین بیل په یوه بیان کې وویل تر دې دمه خبرو اترو پایله نه ده ورکړې، او کارکوونکې به په ګډه په خپلو اړوندو کارګومارونکو فشار راوړي.

جرمني، ډریسډن  په الټمارک ګلاریا کې د پولیسو عملیات
جرمني، ډریسډن په الټمارک ګلاریا کې د پولیسو عملیات انځور: Matthias Rietschel/REUTERS

بیلي وویل چې د ځمکنې ترانسفورټ اداري ټول کارګران «د پام وړ معاش زیاتوالي ته اړتیا لري» ترڅو د « کارګرانو له کمښت» سره مقابله وسې. هغې دا هم وویل چې کارګومارونکو د معاشونو د زیاتوالي څخه انکار کړی دی.

همدي اتحادیې خبرداری ورکړي چې همدا کار به د آلمان په هوايي ډګرونو کې د لوی ځنډ او لغوه کیدو لامل سي، خو دوی د اعتصاب کوونکو کارمندانو سره د یوځاي کیدو غوښتنه هم کړې ده.

اړوند:اروپايي اتحادیه: د اقتصادي رکود مخنیوی سوی

دې دا هم وویل چې دوی د وخت څخه دوه ورځې مخکې ځکه د اعتصابونو اعلان کړی ترڅو مسافرین د بدیلو لارو له پاره فکر وکړي.

دغه اتحادیې زیاته کړي چې ترکیې او سوریې ته د مرستو رسول به له دغه اعتصاب څخه مستثنی وي.

اړوند:جرمني: د مهاجرو له پاره د يوه کمپ جوړيدو پرضد اعتراض

ab/jsi (dpa, AFP)