1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هند کې د مرموزې ناروغۍ علت څه دی؟

۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبه

د هند په يوه جنوبي ښار کې په سونو کسان په يوې مرموزې ناروغۍ اخته شوي دي. کارپوهانو اوس د نيکل او سرپو نخښې موندلي دي چې ښايي د ناروغۍ سبب شوي وي.

https://p.dw.com/p/3mTIc
Indien Krankenhaus Eluru unbekannte Krankheit
انځور: AP/picture alliance

ډاکترانو د سه شنبې په ورځ د هند په دغه سويلي ښار کې چې د يوې مرموزې ناروغۍ له کبله پکې په سونو مريضان روغتونو ته  انتقال شوي دي، په ناروغانو کې د درنو عناصرو چې نيکل او سرپ پکې شامل دي، نخښې موندلي دي.

د اندرا پرديش ايالت په ایلورو ښار کې د شنبې په ورځ ۵۵۵ کسانو چې بې هوښه شوي ول، ډاکترانو ته مراجعه وکړه.

حکومت په سملاسي توگه دغه ښارگوټي ته د څېړنو او ناروغۍ د علت معلومولو له پاره کارپوهان واستول.

د ای. اس. رام د دولتي روغتون يوه ډاکتر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ځیني خلک وايي چې دا يوازې د خلکو وارخطايي ده خو داسې نه ده. هغه زياته کړه: «زياتره مريضان په ناڅاپي توگه د بې هوښۍ او پر ځمکه لوېدو له کبله پر مخ او سر له کوچنیو ټپونو سره راځي خو زياتره یې تر دوو يا دريو ساعتونو وروسته بيا ښه وي.»

تر اوسه يو تن د بې هوښۍ تر حملو، خوا گرځېدنې او دردونو وروسته مړ شوی دی.

اړونده موضوع:په چین کې يوه مرموزه ناروغي او د خلکو وارخطايي

تر اوسه تر ۳۰۰ زيات ماشومان هم اغیزمن شوي چې زياترو یې د زړه بدۍ، سر دردۍ او سرگيجۍ څخه شکايت درلود او د بې هوښۍ حملې هم پرې راتللې. د ټولو اغیزمنو کسانو د کرونا تيست منفي وو.

سرپ او نيکل

د ايلورو د دولتي روغتون مشر ای. وي موهان وويل چې د لسو ناروغانو د وينې په نمونو کې د سرپ او نيکل نخښې موندل شوي دي. د نوموړي په حواله خو په وينه کې د دغه درنو عناصر مقدار دومره کم دی چې تر اوسه ډاډه نه يوو چې همدا دې د ناروغۍ علت وي.

د دې عناصر د سرچينې د موندلو او دا چې څرنگه خپاره شوي دي، په اړه پلټنې پېل شوي دي.

اړونده موضوع:هند: د جذام پر وړاندې مبارزه

په سيمه کې د کيمياوي توکو کومه فابريکه نه شته او اوبه او شېدې هم معاينه شوي دي. د طب د ملي انستيتويت کارپوهانو د خوراکي تېلو، وريجو او همدا شان د انسانانو د ادرارو نمونې هم د آزموينې له پاره راټولې کړي دي.

سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې په پيستیسايد يا د بوټو د مرضونو په درملو کې کيمياوي موادو ښايي په دې کې نقش لرلی وي. د اندرا پرديش څخه د پارلمان يوه غړي ناراشيما راو وويل چې د روغتيا له حکومتي کارپوهانو سره یې خبري کړی دي او د ناروغۍ علت «ښايي زهري اورگاني کلورينونه وي.»

دغه کيمياوي مواد ښايي د سرطان د رامنځته کيدو سبب شي او په يو شمير هيوادونو کې پرې بندیز لگول شوی دی. له دې موادو سره تماس د ريږديدو، سر دردۍ، سر گنگسۍ، زړه بدۍ، قي، کمزورۍ، د لاړو د بهيدو او يا خوله کیدو باعث کيږي. 

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشيف: