1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هند: د جذام پر وړاندې مبارزه

۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه

جذام يوه اوږده مکروبي ناروغي ده چې د نړۍ په ډېرو برخو کې له منځه تللې ده خو په ځينو ځايونو کې اوس هم موجوده ده. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) اوس همدې ټکي ته پاملرنه کوي.

https://p.dw.com/p/3Cg5q
Lepra in Indien
انځور: AFP/Getty Images

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په ۲۰۱۷م کال کې د جذام کابو دوه په دريمه برخه پېښې يعني تر ټولو زياتې تقريباً ۱۲۶۰۰۰ نوې پېښې په هند کې ثبت کړي دي. که څه هم چې دا مرض هلته هم اوس کم شوی، خو بيا هم دا هيواد غواړي اوس دغه ناروغي نوره هم کنترول کړي. دا کار بايد په نويو وقايوي لارو چارو سره ترسره شي.

د اين ايل آر د مرستندويه ټولنې څخه اويشکار بټ چې د جذام پر وړاندې او د جذام د مريضانو له پاره طبي پروگرامونه همغږي کوي، وايي: «صفر معيوب، صفر محروميت او صفر جذام، دا زموږ شعار دی.» دا په دې معنې چي دوی بايد په ټولنه کي معيوب و نه شمېرل شي او بايد له ټولني محروم پاته نه شي.

بټ په نوي ډيلي کې په خپل دفتر کې په دې هکله معلومات ورکړل چې څرنگه به د مخکې له مخکې تشخيص د يوه ملي پروگرام له لارې په هند کې د جذام د خپريدو مخه بالاخره ونيوله شي. هغه په دې اړه زياته کړه: «د جذام د تشخيص کمپاين په ترڅ کې به موږ دروازه په دروازه او کور په کور گرځو او ډاکتران او يا روزل شوی پرسونل به هر څوک د جذام د نښې نښانو له پاره معاينه کړي.»

بټ وويل چې د جذام په میکروب ککړ هر يو تن به تداوي کيږي. همدا راز به نه يوازې ناروغ ته بلکې له هغه سره  په منظم ډول تماس درلودونکو ته هم د وقايوي انتي بيوتکو د خوړولو مشوره ورکول کيږي. هغه زياتوي: «دوی کولی شي د ريفامپيسين يو کاپسول د ورځې وخوري او په دې توگه له دوو تر دريو کالونو پورې د جذام څخه ځان وساتي.»

د مرض د مخنيوي په موخه د درملو خوړل اختياري دي او په ميکروب ککړ کسان به نه رسوا کيږي. ځکه په جذام د اخته کسانو څخه کرکه او هغوي منزوي کول، اوس هم ستره ستونزه ده.

Lepra in Indien
د هند حکومت اوس د مخکې له مخکې تشخيص له لارې غواړي جذام له منځه يوسي.انځور: AFP/Getty Images

خو د جزام د مريضانو او د هغوی د کورنيو له  پاره د استوگنې په کوچنيو سيمو کې پر دې ستونزه لاس بری ممکن دی.

هولگاپه له خپلې ښځې او پنځوو اولادونو سره په دغسې يوه کوچنۍ محله کې چې کوچني يو منزله کورونه پکښې څنگ پر څنگ پراته دي او اوبه او بريښنا هم لري، ژوند کوي. د هغه کوچنيان ښوونځي ته ځي او لوی اولاد یې د نوي ډيلي په نژدې پراته هوايي ډگر کې کار کوي.

مخکې له مخکې تشخيص ښايي ۴۸  کلن هولگاپه گوتې ژغورلی وای. خو نوموړی له تشخيص اته کاله وروسته په انتي بيوتکو سره تداوي شو. هغه چې په اصل کې د هند د جنوب دی، په پلازمينه نوي ډيلي کې یې اته کاله د ژوند کولو له پاره گدايي وکړه. هغه اوس روغ دی او د خپل محدوديت سره سره د ډيلي په ښاروالۍ کې د نظافت په برخه کې کار کوي. نوموړي وويل: «ماته اوس درناوی کيږي، کار لرم، په سروس موټرو کې سفر کوم او خلک زما ترڅنگ دريږي او خبرې راسره کوي.»

ټولنیز ملاتړ لکه هولگاپه چې ترلاسه کړی دی، پر جذام او د دې پر عواقبو د لاس لري له پاره په هماغه اندازه مهم دی لکه درملنه چې مهمه ده. سوشيل کمار چې د اين ايل آر د مرستندويه ټولنې سره کار کوي او د دې استوگنځای په څير د ځان د مرستې پروگرامونه همغږي کوي، ټينگار کوي د ناروغان د روزنې ترڅنگ دا ډيره مهمه ده چې د هغوی اولادونه زده کړې وکړي. نوموړی زیاتوي: «موږ د دې زمينه برابروو چې هغوی په يو نه يو شکل مسلکي رزونه ترلاسه کړي څو د خپلې کورنۍ له پاره پېسې پيدا کړای شي.»

د همدې امله ښوونځي او د مسلکي زده کړو مرکزونه دقيق هماغه ډول د هند د جذام د مرستې ځانگړنې دي لکه روغتيايي مرسته او د وقایې نوی پروگرام چې یې برخه ده. دواړه په گډه کولی شي راتلونکي نسلونه له دې ناروغتيا او له دې سره له تړلي شرم او پېغور څخه وساتي.

زموږ له آرشيف څخه: