1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

ولیعهد محمد بن سلمان اوس د سعودي صدراعظم هم شو

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز په کابينه کې د تغیر او تبدیل په ترڅ کې خپل زوی او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د هیواد صدارعظم او دویم زوی شهزاده خالد د دفاع وزیر ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/4HStb
محمد بن سلمان د خپل پلار پادشاه سلمان له خوا صدراعظم ټاکل شوی
محمد بن سلمان د خپل پلار پادشاه سلمان له خوا صدراعظم ټاکل شویانځور: Mandel Ngan/Pool/AFP/Getty Images

ولیعهد محمد بن سلمان چې د سعودي عربستان واقعي واکمن ګڼل کيږي، د سې شنبې په ورځ پلار یي د یوه شاهي فرمان له لارې لومړی وزیر ټاکلی دی. مخکې تر دې نوموړي د دغه هیواد د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

پادشاه سلمان همدارنګه خپل یو بل زوی شهزاده خالد د دفاع وزارت له معینیت څخه لیري او د همدې وزارت وزیر ټاکلی دی. پادشاه خپل یو بل زوی عبدالعزیز بن سلمان د انرژۍ د وزیر په توګه په دندې ګمارلی دی.

د شاهي کورنۍ یو بل غړی شهزاده فیصل بن فرحان السعود چې یو وخت د خپل زیږدو په هیواد جرمني کې د سعودي سفیر و، هغه د بهرنیو چارو وزیر په توګه په خپله دنده باقي پاتې شوی دی.

په نورو لوړو مقامونو کې د خزانې وزیر محمد الجدعان او د پانګونې چارو وزیر خالد الفالح پر خپلو دندو باقي پاتې دي. له دغو دواړو څخه یو یي هم د شاهي کورنۍ سره کوم ارتباط نه لري.

اړوند: جو بایډن سعودي ته د خپل پلان شوي سفر دفاع کړې

د نوي شاهي فرمان پر اساس ۸۶ کلن شاه به لا هم د کابینې د غونډو صدارت یا مشري کوي، په کوم چې اکثره هغه ګډون کوي. تر دې اعلان وروسته د سعودي دولتي تلویزون د سه شنبې په ورځ پادشاه سلمان په داسې حالت کې ښکاره کړ چې د کابینې د غونډې مشري یي کوله.

پادشاه سلمان چې په ۲۰۱۵م کال کې یي قدرت په لاس کې نیولی دی اکثره وختونه ناروغه وي او په دې وروستیو کلونو کې څو ځله په روغتون کې بستر شوی دی.

محمد بن سلمان د خپل انځور بهترولو هڅه کوي

محمد بن سلمان ته د سعودي عربستان د اقتصاد او انرژۍ د بنسټیز چوکاټ بدلولو له پاره د «۲۰۳۰ وِژن» په نوم پروژو له کبله د یو مهم او سرکرده په سترګه کتل کیږي. نوموړی په پرله پسې ډول هڅه کوي چې په ټولنه کې خپل انځور بهتره کړي.

که څه هم محمد بن سلمان تر ځينو شرایطو لاندې ښځو ته د موټر چلولو اجازې ورکولو په څیر ځيني ټولنیز اصلاحات رامنځته کړل. خو د انتقاد کوونکو په نظر د اصلاحاتو د دې بهیر په ترڅ کې په سعودي عربستان کې یوازې لږ پرمختګ شوی دی او د دې برعکس بیا د مدني حقونو فعالانو، غیر مذهبي کسانو او د شاهي نظام په خلاف خوله خلاصوونکو کسانو پر ضد د سرکوبه کولو لړۍ همداسې روانه ده.

اړوند: د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د سعودي له ولیعهد سره وکتل

په ۲۰۱۸م کال کې په نړیواله کچه د محمد بن سلمان انځور هغه وخت ډیر خراب شو، کله چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي مشهور منتقد خبریال جمال خاشقچي ووژل شو. د امریکا د استخباراتي ادارو په حواله کیدای شي پخپله محمد بن سلمان د هغه د وژلو امر ورکړی وي.

د خاشقجي تر وژل کیدو ورسته په لومړي سر کې ډېرو لویدیځو هیوادونو له سعودي څخه فاصله نیولې وه، خو په دې وروستیو کې فرانسې، آلمان او د امریکا مشرانو له محمد بن سلمان سره خبرې هم کړي دي. دا ځکه چې لویدیځ هیوادونه، په ځانګړي توګه اروپا اوس د فوسیلي سون توکو له پاره پر روسیې سربیره د یوې بلې باوري سرچينې په لټه کي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن یو ځل ویلي ول چې هغه به د خاشقجي د قتل له کبله سعودي منزوي کړي، خو بایدن پخپله هم سعودي ته سفر وکړ او له ولیعهد محمد بن سلمان سره یي ولیدل. بایدن دا کار د نړۍ د نفتو د تر ټولو ستر تولیدونکي هیواد اهمیت ته په کتلو سره کړی و.

تیره اونۍ د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د خلیجي هیوادونو په دوره تللی و چې په هغې کې له محمد بن سلمان سره لیدنه هم شامله وه. شولڅ په آلمان کې د تیلو او ګازو متبادلې سرچینو ته د شدید اړتیا په پام کې نیولو سره د خبریالانو د مشکلو پوښتنو له ځوابولو څخه ډډه کړې وه چې له امله یي نوموړی په جرمني کې له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

شولڅ په جده کې خبریالانو ته ویلي و چې هغه له ولیعهد محمد بن سلمان سره «د اتباعو او بشري حقونو په برخه کې د ټولو پوښتونو په هکله نظرونه تبادله کړي دي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز