1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بایډن سعودي ته د خپل پلان شوي سفر دفاع کړې

۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبه

جو بایډن واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې سعودي ته د خپل پلان شوي سفر دفاع کړې ده. بایډن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په نړیواله کچه د دې هیواد د منزوي کولو ژمنه کړې وه، خو اوس په دې اونۍ کې جدې ته رسیدونکی دی.

https://p.dw.com/p/4DwdO
 Joe Biden und Sultan bin Abdul-Aziz Al Saud
انځور: Hassan Ammar/AP/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایډن سعودي عربستان ته له خپل سفر څخه مخکې مشهورې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته په خپلې مقالې کې لیکلي دي چې هغه د تیلو له دغه غني هیواد سره د خپلو اړیکو د «بیرته رغونې» اراده لري.

بایډن د جولای له ۱۳ تر ۱۶ نیټې پورې د منځني ختیځ په دوره ځي. هغه به لومړی د اسرائیل او تر هغې وروسته د فلسطین د اشغال شوو سیمو دوره وکړي او په پای کې به سعودي عربستان ته لاړ شي.

بایډن په خپله مقاله کې لیکلي دي: «زه پوهیږم چې ډیر خلک سعودي ته زما د سفر له پلان سره متفق نه دي، خو د بشري حقونو په اړه زما نظر څرګند او هم هغسې پخوانی دی او هرکله چې زه له هیواده بهر سفر کوم نو بنسټیزه آزادي تل په اجنډا کې شامله وي.» داسې ویل کیږي چې په ۲۰۱۸م کال کې په انقره کې د واشنګټن پوسټ د ژورنالیست جمال خاشقجي په قتل کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان لاس و، خو هغه اوسمهال د سعودي واقعي مشر دی.

بایډن څه لیکلي دي؟

د امریکا ولسمشر په خپله مقاله کې دا دلیل وړاندې کړی دی چې د هغې بهرني سیاست منځنی ختیځ د دونالد ترمپ د وختو په پرتله ډیر مستحکم او امن کړی دی.

نوموړي د امریکا امنیت ته د روسیې د تیري په مقابل کې له مقاومت او د چین له مقابلې سره ارتباط ورکړ او دا دلیل یي وړاندې کړ چې سعودي عربستان د دغو ټولو اړخونو سره د مقابلې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

بایډن لیکلي دي: «د ولسمشر په توګه دا زما دنده ده چې مونږ خپل هیواد مستحکم او امن وساتو. مونږ باید د روسیې د تیري مقابله وکړو، له چین سره د مقابلې له پاره مونږ باید ځان په یوه ښه وضعیت کې وساتو. او د نړۍ په هره برخه کې یې چې تاثیرات ډير رامنځته کیږي د هغې د ثبات له پاره لا زیات کار وکړو.» 

هغه په خپله مقابله کې زیاته کړې ده: «د دغو کارونو د کولو له پاره مونږ باید له هغو هیوادونو سره په مستقیم ډول په ارتباط کې اوسو چې د هغې پایلې اغیزمنولی شي. سعودي عربستان یوه له دغو هیوادونو څخه دی او د جمعې په ورځ کله چې زه د سعودي له مشرانو سره وينم، نو زما هدف د ستراتیژیک مشارکت مستحکم کول دي او په ورته وخت کې به مونږ د امریکا بنسټیز ارزښتونه وساتو.»

سعودي ولې د امریکا له پاره مهم دی؟

بایډن په خپله مقاله کې لیکلي دي چې د هغه د دورې هدف له یوه داسې هیواد سره د اړیکو د «پرې کولو پر ځای هغه ته له سره ترتیب ورکول دي.» چې له تیرو ۸۰ کلونو راهیسې په سیمه کې د امریکا یو مهم ستراتیژیک شریک پاتې شوی دی.

سعودي عربستان په نړۍ کې د تیلو یو مهم صادرونکی هیواد دی او تمه کیږي چې بایډن به پر سعودي عربستان فشار واچوي چې د ګازو مخ پر لوړیدونکو بیو سره د مقابلې په خاطر دې خپل د نفت یا تیلو په ورځني تولید کې زیاتوالی رامنځته کړي.عربستان د خاشقجي د قتل په جرم پنځه کسان په اعدام محکوم کړل

بایډن د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې هغه به سعودي عربستان د بشري حقونو د نقضولو له کبله ګرم وبلي او د دې له پاره به پرې فشار واچوي. د همدې پسمنظر په پام کې نیولو سره د هغه د سعودي دوره تر پوښتنې لاندې راوستل کیږي.

په تر ټولو مهمو او لویو مسائلو کې په ۲۰۱۸م کال کې په ترکیې کې د امریکا میشته ژورنالیست جمال خاشقجي وژل کیدل شامل دي. امریکایي استخبارات دې نتیجې ته رسیدلي دي چې احتمالاً د جمال خاشقجي د وژنې امر د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی دی.

خو په دې وخت کې واشنګټن د سیاسي او جعرافیوي پلوه له نویو چلینجونو سره مخامخ دی ، خو په دیپلوماتیکه کچه په پالیسیو کې تغیرات د همدې نتیجه معلومیږي. پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې کله چې د سوون توکو قیمتونه تر اندازې ډیر لوړ شول، بالاخره همدا سعودي عربستان و چې د تیلو په تولید کې یې په کافي اندازه زیاتوالي رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

بل لور ته امریکا د ایران د اټومي پروګرام تر څنګ، په سیمه کې د چین مخ پر زیاتیدونکي نفوذ څخه هم اندیښمن دی. له همدې امله اوس واشنګټن د سعودي عربستان د فعالیتونو د مخالفت او یا د هغې اړوند پر خپلو تګلارو له کومې څرګندې اشارې کولو څخه ډډه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا