1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالې يوسفزۍ له امريکا د افغانو نجونو ملاتړ وغوښت

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د نوبل د سولې جايزې ګټونکې، پاکستانۍ فعالې، ملالې يوسفزۍ پر متحده آيالاتو غږ کړی چې په افغانستان کې له نجونو او ښځو څخه ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/43us5
Afghanistan Schülerin Sotoudeh Froutan
انځور: privat

۲۴ کلنې ملالې يوسفزۍ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امريکا متحده آیالاتو د بهرنيو چارو وزير سره په کتنه کې وويل چې «افغانتسان دا مهال يوازینی هغه هېواد دی چې نجونې پکې تعقيبي زدکړو ته لاسرسی نه لري.» د هغې په خبره «هغوی د زدکړې اجازه نه لري.»

ملاله يوسفزۍ وايي هغه «هيله» لري چې د امريکا متحده آيالات له ملګرو ملتونو سره «عاجل تدابير» پیل کړي څو «د دې تضمين وکړي چې جينکۍ هر څومره ژر خپلو ښوونځيو ته ستنېدای شي.»

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته تندلارو طالبانو بېرته قدرت نيولی دی. هغوی تر ډېره يوازې هلکانو ته د متوسطه او لوړو زدکړو اجازه ورکوي. درس ورته هم يوازې د نارينه وو له خوا ورکول کيږي. ملاله يوسفزۍ خپله په ۲۰۱۲ کال کې د ځوانې نجلۍ په توګه د پاکستاني طالبانو له يوه بريد څخه ژوندۍ وتلې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل