1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

علیپور ته د افغان حکومت ګواښ

۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، څېړنو ښودلې چې په میدان وردګ ولایت کې پوځ چورلکه د علیپور وسله والو راغورځولې. چورلکه په څه ډول وسله وېشتل شوې؟

https://p.dw.com/p/3quMw
Bundeswehrausbildung für Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، څېړنې، ارزونې او ترلاسه شوي سندونه ښيي چې د مېدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک چورلکه د علیپور کسانو غورځولې ده.

لوی درستیز او د ملي دفاع نوی ځای ناستی وزیر یاسین ضیا وايي چې وېشتل شوې چورلکه میدان وردګو ته د ټپيانو د رالېږد په موخه تللې وه.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:

«ملي دفاع وزارت ددې ترهګریزې پېښې د شهیدانو د وینې غچ په هره بیه اخلي او عاملین به یې په سخته سزا ورسیږي.»

په ټولنیزو رسنیو کې د نامسئوله وسله والو قوماندان عبدالغني علیپور یو غږ هم لاس په لاس کیږي چې نوموړی پکې د دې پوځي چورلکي  راغورځولو مسؤلیت پرغاړه اخلي.

ده ادعا کړې چې د چورلکي راغورځول د حکومتي او بهرنیو الوتکو برېدونو ته ځواب دی.

افغانستان؛ د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هزاره ګانو اندیښنې زیاتیږي

چورلکه په څه ډول وسله وېشتل شوې؟

هاخوا رسنیو ته یوه رسېدلې ویډیو ښيي چې دغه پوځي چورلکه په خورا پرمختللې او لایزري وسلو وېشتل شوې ده.

ازاد خبریال شرف الدین ستانکزي دویچه ویله ته وویل:

«ټول خلک اندېښنه ښيي چې که مخالفینو ته د علیپور په شمول دغه ډول وسلې په واک کې ورکړل شوي وي نو د حکومت لپاره په ځانګړي ډول وسله وال پوځ لپاره به سرخوږی جوړ کړي.»

ستانکزی زیاتوي، په هغه ویډیو کې ښکاري چې چورلکه په هوا کې پرې ویشتل کیږي او بیا ځمکې ته رالویږي.

دا وسلې چا ورکړي؟

په میدان وردګو کې د علیپور وسله والو په لاس د پرمختللو وسلو په مټ د چورلکې رانسکورولو دا پوښتنې هم راولاړې کړي، چې دا وسلې څنګه د وسله والو لاس ته لویدلي؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل:

«ویل کیږي دغه وسلې د ایران له سپاه پاسدارانو پرته له بل چاسره نشته او په علیپور لا ‌ډیر پخوا تورونه دي چې ددغه هېواد له فاطمیون لښکر سره اړیکي لري. نو ډير فکر کوي چې دغه وسلې ایران ورکړي او دا لوی خطر دی.»

د کورنیو چارو وزارت دغه پخواني جنرال له حکومت وغوښتل چې د علیپور په څير نامسئوله وسله وال چې په دغسې لوی جنایت لاس پورې کوي باید محاکمه شي.

ښاغلي یرغل دا هم وویل، چې ددغسې نامسؤله والو ترشا د حکومته له منځه هم په لوړه کچه ملاتړي شته. دی زیاتوي:

«همدغه علیپور څه موده وړاندې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت له بنده خوشې شو، نو باید د نظام له منځه هم د علیپور ملاتړي محکمو ته ځواب ووايي.»

افغانستان کې د شخصي ملیشو جوړولو په اړه تازه اندېښنې

هاخوا ولسمشر غني په چورلکه کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو سره په ټیلفوني اړیکه کې ویلي چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کونکي د هېواد دښمنان دي.

غني دا هم ویلي چې د سیمو د تصفيه کولو په غرض باید ژر تر ژره چاڼیز عملیات وشي.

قوماندان علیپور له شاوخوا پنځو کلونو په میدان وردګ او غور ولایتونو کې وسله وال فعالیتونه لري، چې څو ځله یې افغان ځواکونو پروړاندې عملیات هم کړي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې قوماندان عبدالغني علي پور له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورن کړی وو.

اسماعیل شاکر – کابل