1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هزاره ګانو اندیښنې زیاتیږي

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر هزاره لږکیو د داعش او طالبانو خونړي بریدونه ډیر شوي دي. له همدې امله ځینې یې وسلې پورته کوي او له ملیشو سره یوځای کیږي.

https://p.dw.com/p/3ot3s
Afghanistan Hazaras fürchten um Ihre Sicherheit
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د افغانستان د هزاره اقلیت یو تن غړي حمید الله اسدي، دوه انتخابه لرل: د راتلونکي خونړي برید په تمه کښينې او یا هم په غرنیو سیمو کې مخ پر پراخیدونکې د ملیشې له یوې ډلې سره یوځای شي. نوموړی چې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې په یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي شوو وو، د ټپونو تر ښه کیدو وروسته جګړې ته اماده وو.

اسدي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي: «مونږ مجبوره شو، وسله په لاس کې واخلو». نوموړی اوس د «عدالت له پاره د مقاومت غورځنګ» غړی دی. دغه ډله چې له هزاره جنګیالویو څخه جوړه شوې ده د مرکزي افغانستان په واورو پوښل شوو غرونو کې مستقره ده.

اسدي وویل: «زمونږ تمې له هغو څخه چې باید یې له مونږ څخه دفاع کړې وای، نه دي پوره شوي.» په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د پرمختګ د مخنيوي هڅه کوي. د طالبانو واک مخ پر ډیریدو دی او د ښکیلو اړخونو ترمنځ د سولې خبرې اترې په بطي ډول پر مخ روانې دي.

د یاد خبري ژآنس د رپوټ له مخې هزاره ګان له دې ویره لري چې د افغانستان حکومت به وپاشل شي او هیواد به یو وار بیا په جګړه کې ښکیل شي. له دې امله دوی د تر ټولو بد ممکنه وضعیت ته تیاری نیسي. په داسې یوه هیواد کې چې د ژورو قومي اختلافاتو له امله ډیر کمزوری شوی دی، هزاره ګان چې اکثره یې شعیه مذهبه دي، د ډیر وخت راهیسې د سني افراطي ډلو تر تعقیب لاندې وو.

که څه هم په افغانستان کې رسمي سرشمیرنه نه ده شوې خو اټکل کیږي چې هزاره ګان د افغانستان د ټول شاوخوا ۳۸ میلیونه نفوس ۱۰ تر ۲۰ سلنه برخه تشکیلوي.

اسدي چې په ۲۰۱۶م کال کې د کابل پوهنتون محصل وو، په یوه غونډه کې له دوو غبرګونو انتحاري بریدونو څخه په مشکل سره ژوندی وتلی دی. دا برید چې ۸۰ تنه په کې وژل شوي وو د هغو بریدونو په شمول چې داعش ډلې یې مسئولیت په غاړه اخیستی دی، د هزاره ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څپې پیلامه وه.

Afghanistan Hazaras fürchten um Ihre Sicherheit
د عدالت له پاره د مقاومت غورځنګ یو تن وسله وال جنګیالی د میدان ورګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ګزمه کويانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

فرانسي خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې نوموړی وايي چې اوس یو له هغو په زرګونو وسله والو جنګیالیو څخه دی چې حاضر دي د خپل قوماندان عبدالغني علیپور په یوه تلیفوني غږ راټول شي. علیپور په هزاره ګانو کې په یوه محبوبه څیره اوښتی چې د دوی ترمنځ یې ډیر شهرت پيدا کړی دی.

د عليپور ملیشه ډله پر دې ویاړي چې په سړکونو کې ګزمې کوي، د طالبانو پر سیمو حملې کوي او د هغوې خپلوان تښتوي، څو د فشار د ابزارو په توګه ترې د خپلو یرغمل شوو هزارګانو د خوشې کولو له پاره استفاده وکړي.

د دې ملیشه و او دې ته ورته نورو وسله والو ملیشه ډلو وده د افغانستان حکومت ته پر یوې جدي ستونزې د بدلیدو په حال کې ده چې د مستقلو جنګي ځواکونو له رامنځته کیدو څخه اندیښنه لري. خو په عین وخت کې له دې هم ویره لري چې د دوی سرکوبول، د خلکو ترمنځ د دوی له پلویانو سره په تقابل کې د واقع کیدو سبب نه شي.

هزاره ګانو په تیرو نسلونو کې په افغانستان کې ډیر متحدین نه درلودل او د خپل آسیایي څیرې له کبله په اسانۍ سره د سني افراطیانو له خوا په نښه کیږي.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې په بی رحمانه توګه قربانیان شول او وروسته هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې اقلیت په زرګونو تنه قتل عام شول.

خو پر دې ټولو سربیره د طالبانو له واکمنۍ وروسته لږو ډلو به د هزاره ګانو په شان له نوي نظام څخه ګټه پورته کړي وي. په ډیر لوړ شمیر کې هزاره ګانو خپل اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړل او په بی ساري توګه د دوی ډیر لوړ شمیر د افغانستان سیاسي صحنې ته ور داخل شول. خو دغه بریالیتوبونه پایداره نه دي.

د کابل په لویدیځ دشت برچي هزاره میشته سیمه کې د دوی پر جوماتونو، ښوونځیو، غونډو او روغتونو د داعش ځانمرګي او بمي بریدونو د دوی سلګونو تنه وژلي دي. طالبانو هم په خپل وار سره د دغه هیواد په ناامنو لارو کې هزاره مسافر تښتولي او وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې او مخکښې فعالې سیما سمر وایي: «حتی د ناټو او امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال هم دوی تل زیان لیدونکي وو.»

یو شمیر هزاره ګانو له پلازمېنې څخه ولایتونو ته تیښته کړې ده، د هغو له جملې څخه د بامیانو ولایت ته چې د افغانستان یوه له امن لرونکو سیمو څخه ګڼل کیږي.

مراد علي حیدري هیله لرله چې بامیانو ته په کډه کیدو سره به وکولی شي خپله کورنۍ له تاوریخوالي څخه وساتي. خو د نومبر په میاشت کې په دغه سیمه کې له رامنځته شوو دوو چادونو څخه په یوې کې هغه خپل زوی له لاسه ورکړ. اوس په ټول بامیان ولایت کې د څارنې پوستې جوړې شوي دي. امنیتي ځواکونه موټرې تالاشي کوي او له مسافرو تحقیق کوي. 

حیدري وویل: «مونږ له کابل څخه بامیانو ته کډه وکړه چې امنیتي وضعیت مو بهتره شي او په یوه ځای کې آرامه ژوند وکړو. خو اوس چې له کوره وځو د دې تصور چې بیرته ژوندی کور ته ستنیږو ډیر مشکل دی.»

Afghanistan Hazaras fürchten um Ihre Sicherheit
جواهر صداقت چې د نومبر میاشتې په ځانمرګي بریدونو کې یې خپل دوه اولادونه له لاسه ورکړي دي د خپلو ماشومانو د قبرونو بیرغ ښکلوي.انځور: Wakil Kohsar/AFP

حتی د هغو چې له هیواده وتلي دي هم امنیت تضمین نه دی او هغو هم د بریدونو له خطر څخه په آمان کې نه دي. د کان کېندنې د کارګرو یوه ډله چې اکثره یي افغان اتباع ول، تیره میاشت په پاکستان کې په یوه برید کې چې داعش یي مسئولیت په غاړه واخیست په بی رحمانه ډول ووژل شول.

زرګونه تنه هزاره ګان چې ایران ته تللي وو د دغه هیواد له خوا ورته پوځي روزنه ورکړل شوه او د شعیه ملیشه و په توګه سوریې ته واستول شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تیره میاشت دغه جنګیالي «د نظامي پسمنظر لرونکي بهترین ځواکونه» و بلل او وې ویل چې کیدای شي له دوی څخه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې جګړه کې کار واخیستل شي.

خو یو شمیر نور هزاره ګان بیا له وسلې په لاس اخیستلو څخه ډډه کوي، لږ تر لږه په اوس وخت کې.

وروسته له دې چې د حمید الله رفیع خور راحلې، په ۲۰۱۸م کال کې په کابل کې په یوه روزنیز مرکز کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، هغه د خپلې خور په یاد کې یو نوی مرکز پرانیست.

رفیع وویل: «دا [د مرکز جوړول] د ناپوهۍ او هغو کسانو پر وړاندې د مبارزې یو ډول دی چې محصلین وژني او د علم او ځوانانو د پیاوړې کولو مخالف دي.»

نوموړی چې د سیمې د امنیت په برخه کې د حکومت د ناتوانۍ یادونه کوي د دشت برچې د یو شمیر نورو خلکو په شان د دې مرکز له پاره څو تنه شخصي ساتونکي لري او د هغې مصارف له خپل جیبه ورکوي.

خو رفیع له دې ویره لري کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي وسلې پورته کولو ته اړ نه شي. هغه وویل: «آیا زه به مجبور شم چې وسلې ته لاس وروړم، څو هغه کسان ووژنم چې زما مخالف دي؟ شاید.»

یو تن هزاره ملیشه شاه ولي نظام پور په دې برخه کې لا زیات په ډاډ سره وایي چې هزاره ګان باید د خپل ځان دفاع له پاره اماده شي.

نظام پور وویل: «د تاریخ په اوږدو کې په پرله پسې ډول له هزاره ګانو سره ناوړه چلند شوی دی». هغه وویل چې د رسمي امنیتي ځواکونو تر پريښوولو وروسته د عليپور له ملیشو سره یوځای شوی دی. هغه زیاته کړه: «مونږ باید تیار اوسو.»

sn/sr (AFP)