د هندي سینما نوموتی ستوری درمندر ومړ
۱۴۰۴ آذر ۳, دوشنبه
درمندر د روانې میاشتې په پیل کې د ساه لنډۍ له امله روغتون ته انتقال شوی او تر درملنې وروسته بېرته کور ته ستون شوی و. خو نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۴) د هند خبري اژانس IANS خبر ورکړی دی چې نوموړی په ممبۍ کې په خپل کور کې مړی شوی دی.
اړونده موضوع: د هندي سینما وتلی ستوری منوج کمار مړ شو
درمندر چې نږدې شپږ لسیزې یې په هندي سینما کې کار وکړو او د بالیووډ یو له اغېزناکو او مشهورو ستورو ګڼل کېږي، له هند سربېره په افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو کې هم مینوال لري.
نوموړی د اکشن، رومانتیک او کمېډي رولونو له امله ډېر شهرت لري.
درمندر د بالیووډ د «هي مین» په نوم مشهور و او په شپږو لسیزو کې یې یو نه هېریدونکی هنري میراث پريښي.
نوموړي په ۱۹۶۰ کال کې د «دل بهی تیرا هم بهی تیری» فلم له لارې سینما ته لاره پیدا کړه. په همدې لسیزه کې یې په انپړھ، بندنی، انوپما او آیا ساون جھوم کی فلمونو کې په خپل هنر او تمثیل د مینوالو پام ځان ته ورجلب کړو.
وروسته یې په شعلی، دھرم ویر، چپکی چپکی، میرا ګاو میرا دیش او ډریم ګرل په نوم فلمونو کې مخکښ رولونه ولوبول او د خلکو زړونه یې وګټل.
د هغه وروستۍ فلم «اکِیس» دی چې د امیتاب بچن د لمسي اګستیه نندا لخوا جوړ شوی او ټاکل شوې چې د دسمبر پر ۲۵مه نندارې ته وړاندې شي.
درمندرا دوه وادونه کړي دي چې پریکاش کور او هیما مالني یې ښځي دي او شپږ بچیان لري چې سني دیول، بوبي دیول، ایشا دیول، آهانـا دیول، اجیتا او وجیتا پکې شامل دي.