1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کې د فلمونو لومړی موزیم

۱۳۹۷ اسفند ۵, یکشنبه

په هند کې له بې غږه تور او سپین فلمونو را نیولې د موسیقۍ او رقصونو ډک هندي مشهور فملونه په یوه ځای کې سره راټول شوي. د هند په ممبيي ښار کې د هندي سینما د وتلو فلمونو لومړنی موزیم د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوی شوی دی.

https://p.dw.com/p/3DzWb
Indien Filmmuseum
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د هندي سینما د مشهورو فلمونو دغه موزیم د هندوستان په جنوبي ممبي ښار کې د ۱،۴ میلیارده هندي روپیو په لګښت جوړ شوی دی. د هندي سینما د پخوانیو مشهورو فلمونو له پاره جوړ دغه موزیم په پنځو پوړونو کې جوړ شوی دی. د موزیم د پلان جوړونکو له ډلې څخه امرت ګنګار د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دغه موزیم به نړۍ ته ووايي چې د [هندوستان] سینما په تیرو ۱۰۰ کلونو کې څه لاسته راوړنې لرلي دي.»

د هندوستان د فلمونو په صنعت کې هر کال کابو ۱۵۰۰ فلمونو جوړیږي او نندارې ته وړاندې کیږي. په دې ترتیب سره په هندي سینما کې جوړیدونکي فلمونه د هالیوډ د فلمونو د شمیر په پرتله څو برابره ډیر دي.

Indien Filmmuseum
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د هندوستان د حکومت په مالي مرسته جوړ د «هندوستان د سینما په ملي موزیم» کې پخواني ثبت شوي فلمونه، سندرې، د فلمونو د ثبت په برخه کې کاریدونکي سامان او تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي. سربیره پر دې په دې نوي جوړ شوي موزیم کې ځینې ټچ سکرینونه هم نصب شوي دي چې پر مټ یې د موزیم مراجعین نندارې ته د ایښودل شوو توکو په هکله اضافي معلومات ترلاسه او د فلمونو تر ټولو غوره صحنې هم کتلی شي.

په ممبيي ښار کې جوړ په دې موزیم کې د هندي فلمونو علاقمند کسان کولی شي چې په ۱۹۱۳م کال کې د «راجه هریش چندرا» په نامه د هندوستان د لومړني فلم په هکله هم لا ډیر جزئیات او معلومات ترلاسه کړي. د هندوستان د فلمي محکمې مشر پراشانت پاتهرابي وايي چې له موزیم څخه لیدونکي کسان کولی شي چې د هندوستان د لومړنیو بې غږه فلمونو، بیا وروسته غږیز فلمونو او بیا تر دې وروسته د سینما له نوي جهت سره آشنا شي.

د موزیم تر پرانیستل کیدو وروسته ګڼ شمیر کسان د دې موزیم د اثارو لیدو او ننداری ته راغلي دي. ماریا جونز د هندوستان له جنوبي ایالت کریلا څخه ممبی ته راغلي څو له دې موزیم څخه لیدنه وکړي. ماریا د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «ما د لومړي ځل له پاره د سینما په هکله دومره ستر موزیم ولید. دلته د بالي ووډ [د هندي سینما] د فلمونو سربیره د نورو ژبو د فلمونو په هکله هم په کافي اندازه په زړه پورې معلومات ترلاسه کیدلی شي.»

Indien Filmmuseum
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د هندوستان د سینما په دې موزیم کې که له یوې خوا  د هندي سینما په هکله معلومات په خورا ښه توګه وړاندې کیږي، خو له بل اړخه د هندي سینما د پخوانیو توکو د ساتلو په برخه کې ځینې کمزورتیاوې هم تر سترګو کیږي. د هندي سینما ځینې پخواني او ابتدايي فلمونه په ښه توګه نه دي ساتل شوي او د فلم جوړونې ځینې وسایل هم د وخت په تیریدو سره خراب شوي دي.

د هندوستان د لومړني غږیز فلم «عالم آرا» یواځینۍ نسخې په ۲۰۰۳م کال کې اور اخیستی وو او له منځه ولاړ. د دې سربیره، د چارواکو په خبره دغه موزیم به د خلکو ډیر پام ځان ته راواړوي. د پاتهرابي په خبره «دا [موزیم] به د سینما تعلیم وي.»