1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتایران

د فوټبال په نړيوالو سياليو کي د ايران ماتې او کردستان کي جشن

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې د ايران تر ماتي وروسته د ایران په کردستان ولایت کې چیرې چې تر ټولو ډېر د حکومت په مخالفت کې مظاهرې رواني دي جشن ولمانځل شو.

https://p.dw.com/p/4KH2w
WM Katar 2022 I USA v Iran
انځور: UGC

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د لوبډلې له خوا د ایران لوبډلې تر ماتې وروسته د ایران په کردستان ولایت کې د خوښیو جشنونه ولمانځل شول.

د سنندج ښار په یوه برخه کې د نارو او موټرو د ارندونو غږونه اوریدل کیدل. خلک له خپلو کورونو ووتل او آتش بازي یا اور لوبې یې وکړې.

له هغه وروسته چې۲۲ کلني مهسا اميني چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې يې د ایراني پولیسو په توقیف کې خپل ژوند له لاسه ورکړ په ایران کې د حکومت په مخالفت مظاهرې پيل شوي دي چې تر ټولو ډېري یي د ایران په کردستان ولایت کې ترسره کیږي.

اړوند: ایران: د حقیقت موندنې کمیټې سره هیڅ ډول همکاري نه کوو

د ایران حکومت دغه مظاهرې چې دوی یي فساد او بلوا بولي، د سرکوبه کولو له پاره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي. په داسې حال کې چې د مهسا امیني د پلرني ښار سقزه په ګډون د کردستان په نورو ښارونو کې هم د اسلام د سخت قوانینو او بشري حقونو د سرغړونو ضد مظاهرې روانې دي.

د سه شنبې په ورځ د فوټبال نړیوال جام په یوه لوبه کې امریکا ایران ته يو پر صفر ماته ورکړه. له دې بریالیتوب سره امریکا راتلونکي پړاو ته لار وموندله. د دواړو هیوادونو ترمنځ د څلورو لسیزو راهیسې دیپلوماتیکې اړیکې پرې دي. 

د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې امریکا ایران ته د صفر په مقابل کې به یو ګول سره ماتې ورکړه
د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې امریکا ایران ته د صفر په مقابل کې به یو ګول سره ماتې ورکړهانځور: Hassan Ammar/AP Photo/'picture alliance

د ایران د کرستان ولايت په مختلفو ښارونو کې د خوښۍ جشنونه

د «ایران وائر» انټرنټ پاڼه چې له لندن څخه فعالیت کوي په ټویټر کې ویلي: «د ایران د فوټبال لوبډلې پر وړاندې د امریکا پر لومړي ګول د سقز ښاریانو جشن ولمانځه او اور لوبې یې وکړې.» دوی یوه ویډیو هم خپره کړې چې اورلوبې پکې لیدل کیږي او تر شا یي د خلکو د خوښیو غږونه اوریدل کیږي.

همدارنګه د کردستان په سنندج، ماریوان ، مهاباد او یو شمیر نورو ښارونو کې موټر سیکل سپرو د ارندونو په غږولو سره د امریکا د بریا جشن ولمانځه.

اړوند: «که د بلوڅانو غوښتنې ونه منل شي، هره جمعه به مظاهرې وکړي»

په ناروی کې د بشري حقونو ډلې هینګو ویلي چې د کردستان په ماریوان ښار کې د آتش بازیو له کبله آسمان روښانه شو او امنیتي ځواکونو د دوی پر ضد شدید عملیات پيل کړل. د ایران د سپورتې برخې ژورنالیست سعید ظفراني په ټویټر کې لیکلي دي: «آیا کله به چا فکر کړی و چې زه د امریکا د ګول وهلو خوښۍ په لمانځلو کې دری متره لوړ ټوپ ووهم.»

یوه بل ایراني ژورنالیست عامر ابتهاج په ټویټر لیکلي دي: «هغه د میدان دننه او بهر، په دواړو ځایونو کې بایللی دی.»

په همدې منځ کې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو ډله وایي چې د څه پاندې دوو میاشتو راهیسې روانو مظاهرو د ځپلو په جریان کې د ایران امنیتي ځواکونو نيږدې ۴۴۸ کسان وژلي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز