کندوز: په زرونو انسانان د جنګونو څخه تښتیدلي دي
۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبهدغه خبره د کندوز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس، غلام سخي رسولي پرون شنبه (د جون میاشتي ۲۶ مه) د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
د رسولي په خبره ډیر نور کسان د طالب جنګیالیو د رانژدې کیدو له بیري د کندوز په یوه مکتب کي پټ سوي دي. رسولي همدارنګه وویل، چي تردې دمخه هم په دغه ولایت کي تقریبأ ۸۰۰۰ فامیلونه د دغه ولایت په داخل کي بې ځایه سوي او د یوه ځای څخه بل ځای ته تللي دي. حکومتي چارواکي هم د دې توان نلري، چي د هغوی ابتدايي ضرورتونه ورپوره کړي او خوراکي مواد ورته ورسوي.
په کندوز کي تر ډیره وخته پوري د جرمني پوځ، چي همدا اوس د وتلو په حال کي دی، د امنیت او ثبات راوستلو مسؤلیت پرغاړه درلودی. خو سربیره پردې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کي د لنډ وخت دپاره طالبانو دغه ولایت ونیاوه.
اوس بیا د ورځو ورځو راهیسي په دغه ولایت کي د طالبانو او حکومتي امنیتي قواوو ترمنځ سخت جنګونه روان دي. تیره پنجشبه د افغانستان د داخله نوي وزیر، عبدالستار میرزکوال د دغه ولایت څخه لنډه لیدنه وکړه اود عسکرو سره یې ولیدل.