1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو کوچني دروڼ بیا په کندز کې بمونه غورځولي

۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبه

د طالبانو يوې کوچنۍ ډرون الوتکې د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر يوه کنډګ باندې بمونه غورځولي.

https://p.dw.com/p/3o24u
Multikopter Drohne mit Kamera im Flug DJI Phantom 3 Modell
دا څووم ځل دی چې طالبان په کندز له کوچنیو ډرون څخه په بریدونو کې کار اخليانځور: Imago/Jochen Tack

د کندز ولایت يوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه وله ته وویل چې د طالبانو يوې ډرون الوتکې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر پنځم کنډک دوه بمونه غورځولي دي. سرچينې وويل چې دغه پيښه ځاني تلفات نه لري.

د کندز امام صاحب ولسوالۍ چې د دغه ولایت شمال ته تاجکستان هیواد سره په ګډه پوله د آمو سيند پر غاړه پرته ده، له کلونو راهیسې په کې طالبان فعال دي.

درې ورځې مخکې هم د طالبانو يوې کوچنۍ بې پيلوټه الوتکې د کندز ولایت پر قول اردو باندې بمونه غورځولي ول.

هغه مهال د کندز د ولايتي شورا غړي، غلام رباني، ويلي وو چې په دغې پيښې که د پامیر قول اردو یوه برخه يو څه تخريب شوې ده. د یادې پيښې په اړه هم ويل شوي وو چې ځاني تلفات يې نه درلودل.

د افغانستان په جګړه کې له کوچنیو ډرون الوتکو څخه استفاده تقریبا يو نوی تکتيک دی چې د حکومتي چارواکو په خبره طالبان ورڅخه له څه مودې راهیسې استفاده کوي.

افغانستان ته د تفریحي ډرون پر وارداتو بنديز

Afghanistan Taliban-Angriff in Kundus
د کندز ښار چوک - د آرشيف انځورانځور: Reuters/N. Wakif

د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر احمد ضيا سراج، شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې وسله والو طالبانو اوس پر افغان امنيتي ځواکونو ځينو بریدونو کې له کوچنیو ډرون الوتکو څخه کار اخيستی دی.

سراج چې هغه مهال يې دغه خبرې پارلمان ته کولې، ويلي وو: «کومې ډرون الوتکې چې هغوی [طالبان] يې کاروي، په بازار کې خرڅيږي چې معمولا کامره هم لري.» سراج هغه وخت ويلي وو چې د افغانستان د ملي امنيت اداره غواړي افغانستان ته د دغو الوتکو واردات بند کړي.

.دا لومړی او یا هم دوهم ځل نه دی چې طالبانو په کندز ولایت کې امنیتي ځواکونو پر وړاندې بريدونو کې له ډورن څخه کار اخيستلی دی. د رپوټونو پر اساس، دغې ډلې په اکتوبر میاشت کې هم د ډرون په وسيله د کندز پر يو حکومتي مرکز بمونه غورځولي ول.

د افغانستان د پلازمينې په ګډون په مختلفو ولایتونو کې په وروستيو کې ناامنيو په داسې حال کې زور اخیستی چې په دوحه کې د افغان سولې دوهم پړاو مذاکرات هم څو ورځې مخکې له سره پیل شوي، خو د رپوټونو له مخې دغه مذاکرات پڅ روان او یا خو د څو ورځو راهيسې ولاړې دي.

«طالبان غواړي په زور واک ونیسي»

US-Soldaten in Afghanistan
افغان چارواکي وايي چې طالبان غواړي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته واک په زور ونيسيانځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

د افغانستان د ملی امنيت عمومي ریاست مشر شاوخوا لس ورځې مخکې ویلی وو چې طالبان سولې ته علاقمندي نه لري او غواړي د سولې د مذاکراتو لړۍ په می مياشت کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو پورې وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو طالبانو سره د تیرکال په فبروري میاشت کې د شوي تړون له مخې له افغانستانه د خپلو قواو ويستل پيل کړي دي. اوس مهال په افغانستان کې یوازې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر پاتې دي. خو د افغانستان د ملی امنيت شورا ډاډ ښودلی چې له افغانستانه د بهرنيو قواو وتل به د افغانستان پر امنیتي وضعيت تر ډيره بریده منفي اغيز ونه کړي.

خو په عین وخت کې د دغې شورا مشر حمدالله محب، دا خبره هم کړې چې طالبان لاهم د زور له لارې واک ته د رسېدو په فکر کې دي. محب ويلي دی چې طالبان په تمه دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او هغوی په زور واک ونیسي.

م.ک.ص./م.ن.ص.