1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان د مرګ سزا له منځه وړې ده

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

قزاقستان د تقريبا دوو لسيزو راهيسې ځنډول شوې د مرګ سزا بالاخره له منځه يوړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره ولسمشر قاسم شومرت توکايف دغسې يوه مقرره لاسليک کړې ده.

https://p.dw.com/p/3nS0U
Japan Demonstration gegen die Todestrafe in Tokyo
انځور: Getty Images/AFP/T. Yamanaka

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ په خپله ويبپاڼه کې ليکلي دي چې د مرګ سزا يې له منځه وړې ده. د اعدام سزا د مرکزي آسيا په دغه هېواد کې د ۲۰۰۳م کال راهيسې ځنډول شوې وه. قزاقستان دغسې يو هېواد دی چې په مطلق العنان ډول اداره کيږي.

د قزاقستان محکمو د اعدام د سزا د ځنډېدو سربېره هم د سختو جرمونو په برخه کې بيا هم خلک په اعدام محکومول. په دې تريب يې يو وسله وال چې په ۲۰۱۶ کال کې يې په آلماتي ښار کې لس تنه وژلي ول، د اعدام په سزا محکوم کړی وو. خو دغه عامل بايد اوس يوازې عمري بند تېر کړي.

AFP/ن ص/خ ح