«هر سهار مو په چاودنو پيلیږي»
۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سهشنبهپلازمینه کابل نن سې شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۲مه) د درې پرله پسې چاودنو شاهده وه، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. ددې چاودنو په قربانیانو کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي کمېټې مشر ډاکټر محمد عاطف هم شته، چې پر موټر یې چسپکي ماین نښلول شوی وو.
دغه چاودنې د کابل په جوی شیر، سلیم کاروان او دهمزنګ سیمو کې شوي چې د ښاغلي عاطف په ګډون دوه کسه یې وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل ښاریانو اندېښنې
کابل ښاریان وايي، وروستیو څو میاشتو کې یې نیږدې هرسهار د ماین په چاودنو پيل کړی. د ښار یوه اوسېدونکي فضل الرحمن دویچه ویله ته وویل: «پرون مې د سترګو په وړاندې شهید څلورلارې کې چاودنه وشوه، بس دلته ژوند هسې تصادف دی.»
د فضل الرحمن په خبره دغو چاودنو له خلکو رواني ډاډ اخېستی او هر سهار چې له کوره وځي بیرته د روغ ګرځېدو تمه یې ډيره کمه وي. د ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل، د کابل هیڅ سیمه اوس خوندې نه ده. هغه وويل: «پخوا به ډیری مقناطیسي ماین چاودنې د پلازمینې په لویدیځ کې کېدې خو وروستیو اونیو کې د کابل په هره برخه کې چاودنې کیږي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي.»
د نوموړي په خبره، دوحه کې د سولې خبرو له دوام سره همهاله د برېدونو او چاودنو ډېروالي خلک پر دغه بهیر شکمن کړي.
د حکومت ځواب
افغان حکومت د تېر په څېر هدفي وژنې او د چسپکي ماین چاودنو لړۍ غندلي او دا یې د هېواد د دښمنانو کار بللی. د ارګ یوې اعلامیي د دوکتور محمد عاطف وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې پر دیني عالمانو، متنفذینو او هر افغان برید د افغانستان په راتلونکي برید دی. اعلامیي د ولسمشر غني له قوله زیاته کړې چې دغسې برېدونه د طالبانو کار دی.
په اعلاميه کې راغلي: «د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نه د خپلو بادارانو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتونو له مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکولی شي او نه هم دیني علما د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي.»
خو طالبان بیا په دغو برېدونو کې خپل لاس لرل په کلکه ردوي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«موږ د علماو، خبریالانو، سیاسي او اجتماعي شخصیتونو ترور غندو او د خاصې خبیثه کړۍ کار يې بولو.»
خو ددغسې هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو چې ان مسؤلیت یې هم څوک نه مني، د خلکو اندېښنې لاپسې ډېرې کړي. د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، دا د حکومت مسؤلیت دی چې ددغسې پېښو مخنیوی وکړي. هغه زياته کړه: «هره نوې ورځ مو په انتحار او انفجار باندې پيلیږي، ولایتونه مو هم عیني شکل ناارامه دي په ځانګړي توګه د هلمند ولایت، هلمند په داسې یوه کوچنۍ حلقه کې راغلی چې هلته خوندې ځای نه پکې لیدل کیږي.»
اړونده موضوع: سيګار: په کابل کې د طالبانو هدفي وژنې ډېرې شوي دي
ښاغلی افغان چې په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازولي کوي، زیاتوي چې دغه ولایت کې دولتي منسوبین، خبریالان او ان مدني فعالان له کوره نه شي راوتلی.
پر امنیتي پوستو معامله
د جرګې دغه غړي خو ان دا ادعا هم وکړه چې په هلمند ولایت کې ځايي امنیتي ادارو د سيمو په پېر او پلور لاس پورې کړی. نوموړي زياته کړه: «ولسوالۍ پلوري او حوزې پلوري او هلته بیا کار و اهل کار ته نه سپاري او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي.»
د افغان پر وینا په هلمند کې قول اردو د سیمو د نېولو لپاره عملیات وکړي، خو پولیس بیا سیمي نه شي ساتلی، ځکه پولیس وړ رهبري نه لري.
په هلمند کې داسې مهال د امنیتي پوستو او دولتي تاسیساتو د پېر او پلور خبره کیږي چې تردې وړاندې په کندهار ولایت کې هم د پوستو د پرېښودو رپوټ ورکړل شوی.
د افغانستان د بیارغاونې د څار امریکایي ادارې یا سیګار په وروستي رپوټ کې راغلي چې تېر دسمبر میاشت کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ پوستې طالبانو ته پرېښودل شوي.
د سیګار په رپوټ کې په کابل کې د هدفي وژنو د ډېرېدو خبره هم شوې چې پروینا یې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۲۰۱۹ په پرتله دا ډول وژنې څو برابره ډېرې وې.
اسماعیل شاکر – کابل
زموږ له آرشيف څخه: