1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: په جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوی

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

کابل ښار د شنبې په ورځ د دوو چاودنو شاهد وو چې لږ تر لږه درې کسان په کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. افغان چارواکي وايي، د ننۍ چاودنو په ټپيانو کې د افغانستان د سيکهانو ټولنې څو غړي هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3ozAN
Afghanistan Kabul Angriff auf Sikh-Tempel
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP/R. Gul

له کابل څخه د اسوشيتد پریس خبري آژانس په حواله، د افغان پولیسو دوو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي چې په ککابل ښار لومړنۍ چاودنه په یوه پلونځي کې رامنځ ته شوه چې له امله يې دغه پلورنځی ويجاړ شوی او لږ ترلږه دوه سیکهان په کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د دغو چاودنو مسئوليت تر اوسه هيڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې په افغانستان کې سيکهان او د نورې توکمي لږکۍ په نښه کړي دي.

د کابل د پوليسو وياند، بیا د دوو سیکهانو د وژلو خبره نه کوي. فردوس فرامرز وويل چې د پلورنځي چاودنې په پيښه کې شپږ کسان ټپيان شوي، خو څوک په کې وژل شوي نه دي. هغه وويل دا چې دغه چاودنه څنګه رامنځ ته شوې، پولیسو يې په اړه تحقيقات پيل کړي دي.

فرامرز زیاته کړه چې د شنبې په ورځ دوهمه چاودنه د کابل ښار په شمال کې د پولیسو پر يو موټر د يوه چسپکي ماين له کبله شوې چې د پولیسو يو افسر په کې وژل شوی دی.

په افغانستان تاوتریخوالو او د هدفي وژنو پيښې ډيرې شوي دي او د اکثرو دغه ډول پیښو مسئوليت هم کومه ډله په غاړه نه اخلي. د ځينو دغو بریدونو مسئوليت داعش ډلې منلي، خو افغان حکومت بيا دغه بريدونه د طالبانو کار بولي په داسې حال کې چې طالبانو په اکثرو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه په داسې حال لوړه شوې چې هاخوا په قطر هيواد کې د سولې مذاکرات هم په ټپه دريدلی دي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په ډيريدو سره د افغان سيکهانو د ټولنې د غړو شمیر چې يو وخت څه باندې ۲۵۰ زرو ته رسيده، اوس څه کم ۷۰۰ تنو ته راښکته شوی دی.

د تیرکال په مارچ مياشت کې د کابل ښار په زړه کې د سیکهانو پر يوه عبادت ځای وسلوال برید وشو. د دغه برید مسئوليت طالبانو په غاړه واخیست. په ياد برید کې ۲۵ سیکهان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

داعش ډلې ادعا کړې چې په ۲۰۲۰م کال کې يې په افغانستان کې ۸۲ بریدونه ترسره کړي، چې په کې يې ۸۲۱ تنه وژلي يا ټپيان کړي دي. د دغو بریدونو اکثریت قربانيان افغان امنيتي ځواکونه او يا هم شيعه مذهبه افغانان دي. خو په عین حال کې د ډيرو هدفي وژنو عاملان لا هم نه دي روښانه چې څوک دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.

د کابل ښار په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: