د کابل په لوېدیځ کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سهشنبهد عبدالرحیم شهید ښوونځي زده کوونکی علي خان وایي چې د نن ورځي د چاودنې ځای ته ډېر نږدې: «موږ هره ورځ ۹:۳۰ رخصت کېږي او نن ۹:۳۵ دقیقې وې چې له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې و. کله چې چاودنه وشوه، ټول ځایونه تیاره شول او وروسته هرې خوا ته وینې لیدل کېدې.»
د طالبانو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران په لومړي سر کې د دریو چاودنو د خبر پخلی کړی وو، خو وروسته يې د فرانسې خبرې آژانس ته وویل چې دوې چاودنې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي. هغه زیاته کړه د دغو چاودنو په پایله کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د آلمان خبرې آژانس د روغتون د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې ۵ مړي او ۱۵ ټپیان د علي جناح روغتون ته انتقال شوي دي. دا آژانس د ناتایید شویو رپوټونو له مخې لیکلي دي چې د وژل شویو شمېر ښایي تر ۲۵ تنو وي.
د عیني شاهدانو د سترګو لیدلی حال بیا د دې څرګندوی کوي چې ممکنه ده د تلفاتو شمېر لوړ وي.
د دغه ښوونځي زده کوونکی علي خان زیاتوي: »زه د چاودنې له سيمې څخه وتښتېدم ځکه د دوهمې چاودنې وېره مې لرله چې بله چاودنه هم وشوه او زه فکر کوم په اوله چاودنه کې ۲۵ کسان وژل شوي او له دوهمې خبر نه یم.»
د عبدالرحیم شهید یو بل زده کوونکی روف چې په څو مترۍ کې یې چاودنه شوې ده، دویچه وله ته وویل: «زما په نظر دغه چاودنه کې ۳۰ تر ۳۵ کسان تلف شوي او ټول قربانیان زده کوونکي دي.»
د دغې پېښې قربانیان روغتون ته انتقال شوي او خبریالان د پېښې له سېمې څخه د طالبانو له خوا نیول شوي دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې ټپیانو ته د وینې ورکولو له پاره روغتون ته تللي خو طالبانو اجازه ورکړې نه ده.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند دا هم تایید کړې چې یوه بله چاودنه د ممتاز په نوم د انګلیسې ژبې یو کورس ته څېرمه شوې خو ډېر معلومات یې ورکړی نه دی.
د تېر کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبان تر رسېدو وروسته، پر عامه ځایونو بریدونه او چاودنې کمې شوې دي، خو داعش جنګیالي د هيواد په کچه بریدونو ته دوام ورکوي.
تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلي د سه شنبې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو د کابل په لوېدیځ کې هزاره مېشتو سېمو کې په تکرار سره چاودنې او بریدونه شوي چې داعش ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخېستی.
د تېر کال په می میاشت کې درې چاودنې په دشت برچې سيمه کې د نجونو ښوونځي مخې ته وشوې چې ۸۵ کسان چې زیاتره یې نجونې وې خپل ژوند له لاسه ورکړ او شا او خوا ۳۰۰ نور پکښې ټپیان شول. د دغو چاودنو مسوولیت هم هیڅ یوې ډلې پر غاړه اخیستی نه وو.
د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کې داعش ډلې د هغه برید مسؤلیت منلی و چې د همدغې سيمې په اړوندو کې پر یو ښوونیز مرکز باندې شوی و او ۲۴ تنه زده کوونکي پکې ووژل شول.
د همهغه کال په می میاشت کې پر یوه زېږنتون برید کې هم داعش ډله مسؤله وبلله شوه چې په پایله کې د ماشومانو او ميندو په ګډون ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
hs/af (AFP, dpa, AP)