1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

جاپان او برازيل د م.م. د امنيت د شورا ريفورم غواړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۰, شنبه

جاپان او برازيل غواړي چې په روان کال لا د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د ريفورم يا اصلاح لپاره نوي هڅې پېل کړي. دواړو هيوادونو دا هوډ د هيروشيما د جي ۷ سرمشريزې غونډې تر څنگ څرگند کړ.

https://p.dw.com/p/4RbLc
د اروپايي اتحاديې د استازو په گډون د جی ۷ سرمشريزه په هيروشيما کي ادامه لري
د اروپايي اتحاديې د استازو په گډون د جی ۷ سرمشريزه په هيروشيما کي ادامه لريانځور: G7 Hiroshima/pool/ZUMA/IMAGO

د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا او د برازيل ولسمشر لوييڅ اناسيو لولا دا سيلوا د شنبې په ورځ وويل چې روان ۲۰۲۳ کال لا غواړي د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د اصلاحاتو لپاره هلې ځلې پېل کړي. هغوی دا هوډ د جاپان په هيروشيما کې د روانې جي ۷ سرمشريزې تر څنگ څرگند کړ. هغوی زياته کړه چې د جاپان او برازيل هدف دا دی چې په ياده شورا کې دايمي غړيتوب ترلاسه کړي. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم د امنيت د شورا پر اوسني جوړښت تنقيد کړی و چې نور د قوتونو د شته تناسب استازيتوب نه کوي.

شولڅ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د می ۱۵نېټه) ويلي ول: «آلمان د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کې د افريقا د دايمي غړيتوب ملاتړ په ښکاره توگه کوي.» په وينا يې: «تر کومه وخته چې د پرمختگ په درشل کې هيوادونه دا احساس لري چې په نړيوال نظام کې له پامه غورځول کيږي او په کافي اندازه يې استازيتوب نشته، نو به يې په غيرمحدوده توگه د دفاع لپاره هم زړه ښه نکړي.»

دغه هم ولولئ:  د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان دې پر ښځو لګول شوي بندیزونه سملاسي لرې کړي

آلمان زيات کالونه د برازيل، جاپان او هند سره په گډه د جي ۴ په نوم ډلې په جوړښت کې د دې لپاره هڅې وکړې چې د امنيت په شورا کې اصلاحات راوستل شي.څلور واړو هیوادونو د امنيت په شورا کې د دايمي غړيتوب غوښتنه کوله. تر ټولو زيات تنقيد پر دې باندې کيږي چې په دغه شورا کې صرف د دويمي نړيوالې جگړې گټونکي قوتونه د ويټو حق او دايمي غړيتوب لري. ياد ويټو قوتونه له امريکا متحده ايالاتو، د شوروي اتحاد تر ټولو لوی پاته هيواد روسيه، چين، فرانسه او بريتانيا عبارت دي. په شورا کې د اصلاحاتو هلې ځلې تر اوسه د ويټو قوتونو روسيې، چين او امريکا متحده ايالاتو د مخالفت له کبله نه دې بريالۍ شوي. خو د امنيت د شورا د ممکنه زياتېدونکو دايمي غړو د چوکيو لپاره په سترو وچو کې د هيوادونو سيالي شته. چين په ياده شورا کې د بل آسيايي هيواد د استازيتوب د مخنيوي کوښښ کوي او نه غواړي چې د مثال په توگه جاپان يا هند سره خپل دغه استازيتوب شريک کړي.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

ملګري ملتونه