د اسرائيلو رسنيو د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه نيټه) رپوټ ورکړی چې لومړي وزير بنيامن نتنياهو د يکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر درلود او هلته یې د وليعهد محمد بن سلمان او د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ليدلي دي.
خو د اسرائيلو د پوځي راډيو او د «Kan» شبکې پر دې رپوټونو نه د نتنياهو دفتر او نه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کومه تصبره کړې ده.
له تل ابيب څخه پرواز
د راډيو شبکې د رپوټونو پر اساس د « Gulfstream IV» شخصي جټ الوتکې تل ابيب ته څیرمه پر ځايي وخت ماښام څه کم شپږو بجو د بن - گوريان له نړيوال هوايي دگره پرواز وکړ.
زياته شوې ده چې دغه الوتکه د ماستخوتن پر څه کم لسو بجو نيوم ښار ته رسیدلې چیرته چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره د ليدنې کتنې له پاره لا دمخه هلته موجود وو.
پمپيو دمگړۍ د امريکايي خبريالانو له يوې ډلې سره د منځني ختیځ په سفر بوخت دی.
اړونده موضوع: متحده عربي امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی
د ترمپ حکومت د اسرائيلو او سعودي عربستان د گاونډي هيوادونو متحده عربي امارات او بحرين ترمنځ د سولې يوه تړون له پاره منځگړيتوب وکړ. د اړيکو نورمالول د ايران په تړاو له گډو اندیښنو څخه سرچينه اخلي.
د سعودي عربستان حکومت په ماضي کې په څو ځلي ويلي چې تر هغه به اسرائيل په رسميت ونه پيژني تر څو فلسطنيانو يو خپلواک دولت ترلاسه کړی نه وي.
خو له کالونو راهيسې د اسرائيلو مسلمان اتباع د حج او عمرې له پاره سعودي عربستان ته سفرونه کوي. خو دوی په عمومي توگه دا سفر د ځانگړي جواز په درلودو او يا د خارجي پاسپورت په کارولو سره کوي.
ب.ص/ ن.ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
افغانستان
افغانستان هم په هغو هیوادونو کي دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
پاکستان
پاکستان هم نه پرېږدي چې هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
بنګله دیش
بنگله دېش هم ورته کار کوي. (اسرائیلو ته د تيريدو له پاره خپل هوايي قلمرو چا ته په اختيار کي نه ورکوي.)
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
مالیزیا
ماليزيا هم له هغو هيوادونو څخه دی چي له هوايي قلمروه يې څوک اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه لري.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
قطر
قطر هم چاته اجازه نه ورکوي چي له هوايي قلمروه يې اسرائيلو ته تير شي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
سومالیا
سوماليا هم له خيل هوايي قلمرو څخه هيڅ الوتکي ته اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه ورکوي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
عمان
عمان هم هغه هیواد دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
بحرین
بحرين هم په هغو هیوادونو کي راځي چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
ایران
ايران هم په يادو هيوادونو کي دی.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
کويټ
کويټ هم په دې برخه کي د نورو هيوادونو لار تعقيب کړې ده.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
لبنان
د لبنان له هوايي قلمرو څخه هم څوک اجازه نه لري چي اسرائيلو ته تير شي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
ليبيا
لیبیا هم ورته بنديز لگولی دی.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
مراکش
مراکش هم په دې ليست کي دی.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
سوډان
سوډان هم دغه کار کوي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
تونس
هغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
الجزایر
الجزاير هم ورته اقدام کړی دی.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
متحد عربي امارات
هغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
یمن
يمن هم هيڅ هوايي شرکت ته اجازه نه ورکوي چي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکاروي.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
برونای
برونای هم په دغو هيوادونو کي دی.
-
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
عراق
عراق هم يو له هغو هیوادونو څخه دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.