1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی

۱۳۹۹ مرداد ۲۴, جمعه

متحده عربي اماراتو او اسراييلو د خپلو مناسباتو پر کامل عادي کيدو باندي موافقه وکړه. جمهورريس ترمپ د خپل تويت له لاري خبر ورکړی دی، چي دغه توافق د امريکا متحده ايالاتو په وساطت رامنځته سوی دی.

https://p.dw.com/p/3gxE1
Bildkombi Fahne von Israel und Fahne der Vereinigten Arabischen Emirate

د ترمپ په تويت کي همدارنګه راغلي دي چي دواړه هيوادونه به ډيپلوماتيک روابط سره ونيسي. اسراييل به د دې په مقابل کي په لويديځ اردن کي د فلسطيني سيمو د ځينو ادعاوو څخه تير سي. ترمپ همدارنګه ليکلي دي چي «دا زموږ د دواړو ښو دوستانو، اسراييلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ يو تاريخي او مهم توافق دی. دا يوه ډيره لويه کاميابي ده.» 

د اسراييلو صدراعظم، بنيامين نيتانياهو په عين ډول څرګندوني کړي دي. د ده ائتلافي ملګري، بيني ګنڅ بيا د نورو عربي هيوادونو څخه هم د مناسباتو د عادي کيدو او سولي د موافقو غوښتنه کړې ده.

د ابو طبۍ وليعهد، محمد بن سعيدال نهجان ويلي دي، چي د ترمپ او نيتانياهو سره په تليفوني خبرو کي پردې باندي موافقه سوې ده، چي اسراييل به د فلسطيني سيمو نور الحاق متوقف کوي. هغه همدارنګه وويل، چي عربي متحده اماراتو او اسراييلو پر ګډي همکارۍ او د دوه اړخيزه مناسباتو د سمولو پر يوه زماني جدول باندي موافقه وکړه.

د دواړو هيوادونو مرکچيان به په راتلونکو اوونيو کي سره کښيني، تر څو د سرمايه ګذاريو، سياحت، امنيت، د سفارتونو تأسيسولو او نورو مسايلو باندي دوه اړخيزه موافقې امضأ کړي.

ابو ظبۍ دغه موافقه همدارنګه د ډيپلوماسۍ او ټوله منځني ختيځ له پاره يوه«ښه لاسته راوړنه» وبلله.

دا هم په داسي حال کي ده، چي اسراييل تر اوسه پوري د خليج هيوادونو سره ډيپلوماتيک مناسبات نه لري. خو بيا د خپلو همسايه عربي هيوادونو لکه اردن او مصر سره ډيپلوماتيک مناسبات لري.

د متحده عربي اماراتو او اسراییلو تر منځ د مناسباتو د عادي کیدو پر توافق باندي که څه هم په بین المللي سطحه سخت انتقادونه هم موجود دي، خو د ملګرو ملتو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش بیا ورته خوشبینه او هغه یې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د تعادل په رامنځته کیدو کي یو مثبت زیګنال وباله.

د دې برعکس بیا د غزې پر تراډه حاکمې ډلې، حماس له خوا پر دغه توافق باندي سخت انتقاد سوی دی. غزه د کلونو راهیسي د اسراییلو د اقتصادي محاصرې سره مخامخ ده. د حماس ویاند، هاشم قاسم اماراتو ته په اشارې سره د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، تاسي د اسراییلو سره د ډيپلوماتیکو مناسباتو په برقرارولو سره «د اسراییلو د اشغال سیاست او اسراییلي جنایتونه» تاییدوی.

د فلسطین د خودمختاري ادارې مشر، محمود عباس هم د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د ډیپلوماتیکو مناسباتو عادي کیدل یو «تعرض» وباله. په رام الله کي د فلسطیني رهبرۍ تر یوې فوق العاده جلسې وروسته عباس اعلان وکړ، چي «د اسراییلو سره په دې موافقې سره تاسو(اماراتو) د بیت المقدس او فلسطیني موضوع سره خیانت» وکړ.

د فلسطین د خود مختاره ادارې خارجه وزیر، ریاض مالکي اعلان وکړ چي د امارتو څخه به خپل سفیر راوغواړي.