1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د يورانيمو غني کول ممکن د اسرائيلو د برید سبب شي

۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د اکسوس ويبپاڼې د اسرائيلې چارواکي له قوله ويلي دي چې دغه هېواد امريکا او يو شمير اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی د ايران له خوا د يورانيم تر ۶۰ سلنه زيات غني کول به پر دغه هېواد د اسرائيلو د پوځي بريد باعث وګرځي.

https://p.dw.com/p/4P73P
په نظنز کې د يوازنيمو د غني کولو دستګاه
په نظنز کې د يورانیمو د غني کولو دستګاهانځور: IRIB/AP Photo/picture alliance

د «اکسوس» خبري وېبپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۲۲مه) خبر ورکړ چې د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام د پرمختګ په اړه د اسرائیلي چارواکو اندېښنې زیاتې سوي دي.

د دغې وېبپاڼې د راپور له مخې، د اندېښنو ډېرېدل د دې سبب سوي، چې اسراییلي چارواکي په دې وروستیو میاشتو کې د ایران د اټومي پروګرام له شدت څخه د تل ابیب د مخنیوي په هدف د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه خپل شخصي او عامه ګواښونه زیات کړي.

د اکسوس وېبپاڼې ویلي، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، اسلامي جمهوریت د تېرې فبرورۍ میاشتې تر پایه ۸۷،۴ کیلوګرامه غني سوي یورانیم په سلو کې ۶۰ سلنه غني کړي دي.

ایران د یورانیمو غني کولو IR6 سنټرفیوجونه
ایران د یورانیمو غني کولو IR6 سنټرفیوجونهانځور: SalamPix/abaca/picture alliance

د کارپوهانو په اند که دغه یورانیم ۹۰ سلنه غني سي، نو د یوه اټومي بم د جوړولو لپاره کافي دي.

په تیرو اوونیو د فردو په دستګاه کې د ۸۴ فیصده غني سويو یورانیمو موندلو د اسلامی جمهوریت د مشکوکو اټومی فعالیتونو په هکله د نړیوالې ټولنې اندیښنې ډیرې زیاتې کړي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې په فردو سایټ کې به د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړي.

یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي «اکسوس» وېبپاڼې ته وویل چې اسراییلو ته د ۸۴ سلنه غني سوي یورانیمو کوچنۍ اندازه معنی نلري ځکه چې تهران په دې مقدار کې یورانیم نه دی ذخیره کړي.

اړوند مطالب:ایران له نړیوال اټومي آژانس سره پر همکارۍ موافقه کړې

د دغه راپور له مخې تېره میاشت یوه لوړ پوړي امریکايي دفاعي چارواکي د دغه هېواد د کانګرس غړو ته ویلي وو چې د ایران حکومت یوازې ۱۲ ورځو ته اړتیا لري څو یورانیم دومره غني کړي چې د اټومي بم جوړولو لپاره کافي وي. خو واشنګټن په دې باور دی چې اسلامي جمهوریت ايران د خپلو وسلو د پروګرام د بیا پیلولو پرېکړه نه ده کړې.

په اصفهان کې د ایران اټومي تاسیسات
په اصفهان کې د ایران اټومي تاسیساتانځور: Maxar Technologies/​REUTERS

د اسرائیلو ښکاره خبرداری

لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي چې له «اکسوس » سره یې خبرې کولې زیاته کړه چې د هیواد حکومت اوس مهال په ملګرو ملتونو کې د بنیامین نتانیاهو د ۲۰۱۲ کال وینا په څیر عمومي «سره کرښه » نه تعریفوي.

نتانیاهو له اسلامی جمهوریت سره د اټومی شخړې د هوارولو یوازینۍ پاتې لاره د «سرې کرښې» تعریفول بللې وه او ویلي یې ویل: «ایران به خامخا د تعریف سویو سرې کرښو په وړاندې له خپلو دریځونو څخه په شا سی.»

اړوندمطالب:ایران له نړیوال اټومي آژانس سره پر همکارۍ موافقه کړې

اوس دغه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي «اکسوس» ته ویلي چې تل ابیب نه غواړي چې ۹۰ سلنه غني کول د «سرې کرښې» په توګه وټاکي، ځکه چې اسراییلي چارواکي په دې باور دي چې ایران به بیا دا احساس وکړي چې کولی شي د پوځي کارونې له پاره یې په ټیټه کچه د یورانیمو په غني کولو او ذخيره کولو پېل کولی شي.

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

دغه اسرائيلي چارواكي څرګنده كړه: «له همدې امله اسراييل امريكا او اروپايي هېوادونو ته وايي، چې د ايران له ۶۰ سلنې څخه د زياتو غني كولو په برخه كې هر ډول پرمختګ د تهران د اټومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام لامل كېداى سي.»

د اسرائیلو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، ایرانیان پوهیږي چې زموږ سره کرښه څه ده، د دې موضوع په اړه د نتانیاهو پیغام د اسلامي جمهوریت چارواکو ته رسېدلی دی.

ژباړه :صفت الله زاهدي