1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د مظاهرو څپه د پاکستان سرحدونو ته رسیدلې ده

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

په ایران کې د نږدې درو اونیو راهیسې روانو مظاهرو څپه له پاکستان سره سرحد لرونکو ولایتونو ته ورسیدلې ده. په زاهدان کې د پاکستان او ایرن سرحد په موقتي ډول تړل شوی. له تاوتریخوالي ډکو دغو مظاهرو کې نږدې ۱۰۰ تنه وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4Hh57
په ایران کې د مظاهرو لړۍ دوام لري
په ایران کې د مظاهرو لړۍ دوام لريانځور: EPA-EFE

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د ایران د سیستان بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې د امنیتي ځواکونو او مظاهر کوونکو ترمنځ له شخړې وروسته، حکومت له پاکستان سره په ګډه پوله د نفتان سرحد تړلی دی.

د پاکستان د څیړنو فدرالي ادارې (FIA) د سرچینو په وینا په صفري نقطه کې د ترانزیټ او امیګریشن یا کډوالۍ دروازې تړل شوي دي. خو نوموړې ادارې زیاته کړې ده چې د سرحد د بندولو په اړه تر اوسه پورې دوی ته په رسمي ډول اطلاع نه ده ورکړل شوې.

په سرحد کې موجود د پاکستان امنیتي چارواکو په حواله ایران له پاکستان څخه ورتلونکو کسانو له پاره مهاجرتي خدمات بند کړي دي. خو له ایران څخه د خلکو د راتګ لړۍ په عادي ډول روانه ده.

د قربانیانو شمیر ۹۲ ته لوړ شوی

د ایران د بشري حقونو سازمان (IHR) د یکشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د مهسا امیني د وژل کیدو ضد مظاهرو په جریان کې د ایران د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تر اوسه پورې ۹۲ کسان وژل شوي په داسې حال کې چې سلګونه نور ټپیان دي. د یو شمیر رپوټونو په حواله د وژل شوو شمیر تر ۱۰۰ لوړ شوی دی.

اړوند: ایران د څو اروپایانو د نیول کیدو خبر ورکړ

د ایران د بشري حقونو اړوند سازمان چې له اُسلو څخه فعالیت کوي ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د سیستان بلوچستان په زاهدان ښار کې له مظاهره کوونکو سره په اخ و ډب کې ۴۱ تنه وژلي دي.

د رپوټونو په حواله په نوموړي ولایت کې دغه نا کرارۍ د دغه ولایت په ساحلي ښار چابهار کې د پولیسو د یوه مشر له خوا پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیري تر تورونو وروسته زیاتې شوې دي. خلک د خپلې غوسې د څرګندولو له پاره سړکونو ته را وتلي و او په پای کې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتلې.

په زاهدان کې له تاوتریخوالي ډکو پيښو کې د سپاه انقلاب د پنځو تنو د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. بل لور ته د ایران د استخباراتو وزارت ویلي دي چې تشدد ته د لمن وهلو په تور ۹ بهرنیان نیول شوي دي. په دوی کې د آلمان فرانسې، ایټاليا او هالنډ اتباع شامل دي. سربیره پر دې د منع کړای شوي اپوزیسیون ګوند ۲۵۶ تنه هم نیول شوي دي.

په ګاونډیو هیوادونو کې هم مظاهرې شوي دي

د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته د ایران د حجاب له سختو قوانینو سره په مخالفت کې د مظاهرو لړۍ ګاونډیو هیوادونو ته هم غځیدلې ده. د یکشنبې په ورځ په عراق او ترکیې کې هم احتجاجي مظاهرې وشوې.

اړوندایرانیان د مهسا امیني د مړه کیدو توضیحات غواړي

ترکیه کې مظاهره کوونکو د ایران پاسپورت څیرې کړ، په داسې حال کې چې یو شمیر ښځو بیا د خپلو ویښتانو په قیچي کولو سره له مهسا امیني سره خپل پیوستون ښکاره کړ. د لندن او پاریس ترڅنګ د نړۍ په تر ۱۵۰ ډيرو هیوادونو کې د ایران د حجاب سختو قوانینو پر ضد مظاهرې شوي دي.

رئیسي: د دښمنانو توطیه ناکامه شوې ده

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د دښمنانو سازش یا توطیه ناکامه شوې ده. هغه وویل: «دښمن د هیواد د منزوي کولو اراده لرله، خو ماته یي وخوړله. د دوی توطیه لمنځه یوړل شوه.»

رئیسي وویل چې امنیتي ځواکونو ته امر شوی دی چې په هیواد کې د بی ثباتۍ خپرونې کوښښ کوونکي او د عامه نظم په خطر کې اچونکي دې په سختۍ سره سرکوبه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز