1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د څو اروپایانو د نیول کیدو خبر ورکړ

۱۴۰۱ مهر ۹, شنبه

په ایران کي نهه اروپایان د یوې ځواني ایرانۍ تر مرګ وروسته رامنځته سوو نا ارامیو کي د هغوی د رول او لاس درلودلو په دلیل بندیان سوي دي. په ایران کي د مهسا امیني تر قتل وروسته تظاهرات سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Hcf5
Iran Teheran | Festnahme
انځور: Etemadonline

د ایران استخباراتي ادارې خبر ورکړی دی، چي په نیول سوو کسانو کې د جرمني، پولینډ، ایټالیا، فرانسې، هالینډ او سویډن اتباع شامل وه. د بشر د حقوقو د فعالینو په حواله پردې سربیره په ایران کي په لسهاوو فعالین، محصلین او هنرمندان هم نیول سوي دي. 

په ۱۹۷۹ م کال کي د اسلامي انقلاب راپدیخوا ایران لږ د دغه ډول احتجاجي څپې د یوه حالت سره مخامخ سوی دی، کوم چي د مذهبي پولیسو لخوا نیول سوي ځواني ایرانۍ، مهسا امیني تر مړه کیدو وروسته یې انکشاف پیدا کړی دی.