1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

د هند د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان یو بل ډول «IT» کې تخصص لري

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د هند د بهرنیو چارو وزیر اِس جی شنکر ویلي دي چې هند په آی ټي یعنې انفارمیشن ټکنالوجۍ کې تخصص لري، خو ګاونډی هیواد پاکستان یي بیا په یو بل ډول آی ټي یعنې «انټرنیشنل تروریزم» کې ایکسپرټ یا تخصص لري.

https://p.dw.com/p/4Hghn
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پاکستان د نړیوال تروریزم متخصص دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پاکستان د نړیوال تروریزم متخصص دیانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Dharapak

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جی شنکر په غیر مستقیم ډول پر پاکستان ملنډې وهلي دي چې دغه هیواد د «انټرنیشنل تروریزم» یا نړیوالې ترهګرۍ په برخه کې ایکسپرټ دی یا په اصطلاح تخصص لري. هغه خبرداری ورکړی «که نن زموږ پر ضد د ترهګرۍ ملاتړ کیږي، نو سبا به یي تاسې هم پایلې ګالئ.»

جی شنکر زیاته کړه: «دغه ترهګري د ډیرو کلونو راهیسې روانه ده او موږ ورسره مخامخ یو. تروریزم تروریزم دی، که نن زموږ پر ضد روان دی، سبا به ستاسې په خلاف وي او هرو مرو به وي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې موږ توانیدلي یو د ترهګرۍ په ارتباط تر ډېره د نړیوالو دریځ بدل کړو: «پخوا به په نړۍ کې داسې فکر کېدی چې که ترهګري کیږي، نو زموږ پرې څه، خو اوس نړۍ د ترهګرۍ له پاره ډېر زغم نه لري او له همدې امله د ترهګرۍ پر ملاتړ کوونکو هیوادونو فشار مخ پر زیاتیدو دی. او کله چې یو هیواد په نخښه کیږي، نو د پام وړ ځواب ورکول کیږي. دیپلوماسي یي هم یوه بیلګه ده.»

د ترهګرۍ ضد دیپلوماسي

د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د نریندر مودي حکومت د دیپلوماتیکو هڅو له کبله نور هیوادونه هم دې ته مجبوره شوي دي چې د ترهګرۍ پر موضوع جدي غور وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا د نریندر مودي دیپلوماسي وه چې نور هیوادونه یي د ترهګرۍ په اړه سنجیده کیدو ته اړ کړل.» اس جی شنکر وویل: «د نړۍ بل هیڅ هیواد له ترهګرۍ سره داسې چلند یا معامله نه کوي، لکه څنګه چې پاکستان یي کوي. تاسې ته به دا خبره روښانه شي چې پاکستان په تیرو کلونو کې د هند پر ضد په ټوله نړۍ کې څه کړي دي. پر ممبی تر ترهګریزو بریدونو وروسته زموږ له پاره اړينه شوې وه، چې دا خبره روښانه کړو چې دا ډول چلند به په هیڅ صورت ونه زغمل شي او دا به جدي پایلې ولري.»

اړوند: آیا پاکستان رښتيا نور د کشمير ملاتړ نه کوي؟

شنکر وویل چې د لوموړي وزیر نریندر مودي په مشرۍ د هند حکومت په دې بریالی شوی دی چې نور هیوادونه په دې قانع کړي چې که ترهګري ونه ځپل شي، نو په راتلونکي کې کیدای شي دوی ته هم زیان ورسوي.

هغه وویل: «که یو هیواد هرڅومره پياوړی وي دا یوازې د هغه مسئولیت نه دی. دا د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ګډ مسئولیت دی.«

هند په مختلفو نړیوالو فورمونو کې د پاکستان له لورې د ترهګرۍ مسئله راپورته کړې ده، په داسې حال کې چې پاکستان هم په وار وار په نړیوالو فورمونو کې دا ویلي دي چې دغه هیواد پخپله هم د ترهګرۍ ښکار دی.

تیره میاشت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ازبکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ویلي وو: «زموږ هیواد د ترهګرۍ ښکار  شوی دی. زه نه غواړم تیر وخت ته ولاړ شم، خو دا خبره ټولو ته معلومه ده چې موږ د ترهګرۍ شیطان د ماتولو له پاره څومره قربانۍ ورکړي دي. په زرګونو پاکستاني ورونه، خوېندې او مېندې شهیدان شول.»

هند/ جاوید اختر: ش.ن/ ن.ز