1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

آدتیه ناته: که طالبان هند ته مخه وکړي هوایي برید ته چمتو یو

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د هند ایالتي لومړي وزیر ادتیه ناته وایي چې افغانستان او پاکستان د طالبانو له امله اندېښمن دي، خو هند ته څوک پورته هم نه شي کتلی. د هغه په خبره د طالبانو ملاتړ د هند د مخالفت په معنی دی.

https://p.dw.com/p/42RDX
Indien Premierminister Narendra Modi mit dem Chefminister von Uttar Pradesh Yogi Adityanath
انځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

څومره چې د اتر پردیش ایالت د شورا انتخابات نزدې کیږي په هم هغه اندازه په هندوستان کې د کشمیر، پاکستان او طالبانو په هکله سیاسي بحثونه تودیږي.

د هند د ملتپال ګوند بي جي پي د سیاستوالو له خوا نږدې هره ورځ یو شخړیز بحث را پورته کیږي.

د دغه ګوند یوه سیاستوال یوګي ادتیه ناته، وویل چې د طالبانو له امله پاکستان او افغانستان د پریشانۍ احساس کوي، خو د لومړي وزیر نریندر مودي په مشرتوب کې زموږ هیواد دومره مستحکم شوی دی چې د هند پر لور څوک پورته هم نه شي کتلی.

د ایالتي شورا ټاکنو په پام کې نیولو سره د «بي جي پي» ګوند د ټولنیزو ارتباطاتو یو کمپاین پیل کړی دی او نوموړي ایالتي وزیر دې غونډې ته وینا کوله. هغه پر خپلو سیاسي سیالانو هم نیوکې وکړې.

یوګی څه وویل؟

ایالتي وزیر یوګی آدتیه ناته وویل: «نن د لومړي وزیر نریندر مودي په مشرۍ کې هیواد ډیر قوي شوی دی، او هیڅ هیواد هند ته په پورته سترګو د کتلو جرئت نه شي کولی.»

ادتیه ناته زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان د طالبانو له امله د پریشانۍ احساس لري، خو طالبان په دې پوهیږي چې که دوی د هندوستان پر لور قدم وړاندې کړي، نو د دوی له پاره فضايي برید تیار دی.

په همدې ترڅ کې هغه د خپل تر ټولو لوی سیاسي حریف او د «سماجوادي» ګوند پر مشر اکهلیش یادو، له دې امله نیوکه وکړه چې هغه له هندي لارښود سردار پټیل سره، د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علي جناح پرتلنه کړې چې یوه د «شرم خبره» ده او د طالباني ذهنیت انځور وړاندې کوي.

هغه وویل: «دا طالباني ذهنیت دی چې په تقسیم باور لري. سردار پټیل خو هیواد متحد کړی وو. اوسمهال د لومړي وزیر نریندر مودي په مشرۍ کې د یوه متحد او تر ټولو لوړ هندوستان له پاره کار روان دی.» هندي رسنۍ او یو شمیر سیاستوال یې محمد علي جناح د فلم د بدمعاش په توګه وړاندې کوي.

په هند کې ډېر سیاسي کارپوهان وایي چې د اترپردش حکومت دا ځل ډیر سخت د حکومت له مخالف جریان سره مخامخ دی او د دې له پاره هغه دا ډول اقدامات کوي، څو ولس د مذاهبو په عنوان سره وویشي او له دې څخه سیاسي ګټه پورته کړي.

د لکهنؤ د مشهور ژورنالیست آلوک ترپاټهي په حواله په دغه ایالت کې بې رزوګاري، قیمتي او د کورونا وبا له امله مړینو له کبله داسې لوی مسائل رامنځته شوي چې له امله یې د آدتیه ناته، حکومت له سختو انتقادونو او مخالفت سره مخامخ دی: «په داسې شرایطو کې له هغه سره د مذهبي ډال نه پرته، بله هیڅ وسیله نشته، له همدې امله دا وار هغه د بی جي پي اتر پردیش په ټاکنو کې طالبان ډیر یادوي.»

یوګې پر طالبانو سیاست

کارپوهان وایي چې دا وار ایالتي لومړی وزیر یوګی د اتر پردیش د شورا په ټاکنو کې د حکومت له سختو مخالفینو سره مخامخ دی، نو له همدې امله هغه بیا بیا د پاکستان او طالبانو موضوع راپورته کوي. پر افغانستان د طالبانو تر کنترول وروسته په هند کې هم د طالبانو په هکله بحثونو زور اخیستی دی.

که څه هم د هند حکومت له طالبانو سره د خپلو اړیکو بهترولو له پاره د خبرو اترو هر ډول کوښښ جاري ساتلی دی، خو آدتیه ناته وایي چې د طالبانو د حکومت ملاتړ د هند د مخالفت په معنی دی. په دې لړ کې د اتر پردیش ایالت پولیسو د یو شمیر کسانو پر وړاندې د بغاوت د قضیو دوسیې هم ثبت کړي دي.

د سهارنپور ولسوالۍ د دیوبند کلی د خپل تاریخي مدرسي دارالعلوم دیوبند او فقه اکاډمۍ له امله نړیوال شهرت لري. په دیوبند کې مسلمانان اکثریت لري او نسبتاً یوه امنه سیمه ده چیرې چې د ناوړه پيښو ګراف هم ډیر ټيټ دی.

د یو ګی حکومت د مذهب بدلولو په نوم یو شمیر مشهور علماء هم نیولي دي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د دغه ایالت په ډېرو سیمو کې د غوښې پر پیر او پلور هم بندیز لګول شوی دی.

صلاح الدین زین: ش.ن/ ن.ز