1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

هندوستان: درې ایالتونو د ماشومانو د ټوخي شربت خرڅلاو بند کړ

۱۴۰۴ مهر ۱۳, یکشنبه

د هندوستان د روغتيا وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کولډريف (Coldrif) په نامه د ټوخي شربت د نمونو په ازموينه زهري صنعتي محلول موندل شوي دي. د معلوماتو له مخې د دې شربت تر څښلو وروسته لږ تر لږه نهه ماشومان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/51VgU
Indien Srinagar 2025 | US-Präsident Trump verhängt 100-Prozent-Zölle auf Marken-Arzneimittel
انځور: Firdous Nazir/NurPhoto/IMAGO

په هندوستان کې د روغتیا د برخې چارواکو ویلي چې په دغه هیواد کې د ټوخي شربت تر استفادې وروسته د یو شمیر ماشومانو تر مرګ وروسته د دې هیواد دریو ایالتونو د ټوخي شربت پر خرڅلاو بندیز وضع کړی دی. د چارواکو په وينا، د ماشومانو د مړینې تر پیښې وروسته اوس د هندوستان درې ایالتونو د دغه شربت خرڅلاو بند کړی دی.

د هندوستان د روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په جنوبي تامل نادو ايالت کې د سریسان فارما (Sresan Pharma)  شرکت له خوا جوړ شوی د زکام شربت په نمونو کې د ډای ايتيلين ګلايکول (DEG) په نوم يو زهرجن محلول لري. دغه محلول يو صنعتي محلول دی چې که ان په کم مقدار کې وڅښل شي، ډېر زهري مواد بدن ته داخلوي.

د هند د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي: «په نمونو کې د DEG اندازه د زغمل کېدونکي حد نه پورته ده.»

د هندوستان د ماديا پردېش ايالت اعلی وزير موهن ياداو وويل: «د دې شربت خرڅلاو په ټول ماديا پردېش کې بند شوی.» هغه زياته کړه چې د سریسان فارما د نورو طبي محصولاتو پلور هم منع کېږي. د هندوستان د سیمه ایزو رسنیو په حواله د تامل نادو او د هغې ګاونډي ايالت، کيرلا، کې هم د یاد شربت خرڅلاو بند شوی.

په ورته وخت کې، د هندو په نامه هندي ورځپاڼې د راپور له مخې، د جنوبي هندوستان د تېلانګانا ايالت چارواکو د کولډريف شربت په اړه عامه خبرداری خپور کړی دی. دغې پېښې یو ځل بیا د هندوستان د درمل جوړونې صنعت تر جدي څارنې لاندې راوستې دی. په ۲۰۲۲ کال کې، د روغتيا نړیوالې ادارې (WHO) د يوې بلې هندي کمپنۍ د ټوخي او زکام شربت د ګامبيا په هیواد کې د ۷۰ ماشومانو له مړينې سره تړلی وو. هغه مهال هندوستان د روغتیا د نړیوال سازمان دغه موندنې رد کړې وې.

تر یادې پیښې یو کال وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا د هندوستان جوړ د دوو شربتونو په اړه خبرداری ورکړ، او هغه هم وروسته له هغه چې ازبکستان دغه شربت د لږ تر لږه ۱۸ ماشومانو له مړينې سره تړلی وو.

هند کې د سړک د سر غاښ جوړونکي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب