1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند افغانستان ته درمل لیږدولي

۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

هند په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت یې په رسميت نه دی پيژندلی، دوه ټنه درمل افغانستان ته ليږدولي دي. تېره میاشت هند له افغانستان سره د کرونا ضد واکسينو مرسته هم کړې وه.

https://p.dw.com/p/45GK9
Äthiopien medizinische Hilfe
انځور: Seyoum Getu/DW

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندام باګچي وويل چې دغه درمل په کابل کې د اندرا ګاندهي روغتون ته ورکړل شوي دي چې په ۲۰۰۴م کال کې د هند له خوا جوړ شوی وو.

نوموړي په يوه اعلاميه کې زياته کړې چې تېره مياشت هم هند له افغانستان سره د روغتيا د نړيوال سازمان له لارې د کرونا ضد ۵۰۰ زره دوزه واکسينونو او ۱،۶ ټنه درملو مرسته هم کړې وه.

هند همدا راز اعلان کړی وو چې د افغانستان د خوراکي توکو د کمښت د ستونزې حلولو په موخه به دغه هېواد ته ۵۰ ټنه غم هم ورکړي. هند د دې مرستې د پاکستان له لارې د انتقال له پاره په کار بوخت دی. پاکستان د هند  له حکومت سره د ترنګلتیاو له کبله د دغه مرستې د انتقال له پاره هندي لاريو ته د خپلې ځمکنۍ لارې د کارولو اجازه نه ورکوي.

د تېر ميلادي کال په اګست مياشت کې واک ته په ناڅاپي ډول د طالبانو تر رسيدو وروسته د افغانستان اقتصاد چې پر نړيوالو مرستو ولاړ وو، د سقوط له ګواښ سره مخ دی. د افغانستان د پخواني حکومت کابو ۸۰ سلنه بودجه د نړيوالې ټولنې له خوا ورکول کیدله. خو اوس دغه پيسې چې روغتونونه، ښوونځي او د حکومت وزارتونه پرې تمويلیدل، نور نه شته. 

پاکستان هند ته له افغانستان سره د مرستې له پاره لار ورکوي

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هند هم له افغانستان څخه خپل ديپلوماتيک پرسونل تخليه کړ او اوس په دغه هېواد کې هيڅ ديپلوماتيکي حضور نه لري.

تر هغه د مخه چې طالبان واک ته ورسيږي، هند د افغانستان له پخواني حکومت سره پوځي همکاري درلودله او په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې یې هیڅ عسکر نه لرل، افغان ځواکونو ته روزنه او پوځي تجهیزات ورکول. همدا راز هند د سيمې هغه هېواد وو چې له افغانستان سره یې تر ټولو ډېرې پراختيايي مرستې کولې.

ب. ص/ ن. ص (AP)