1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د نري رنځ پېښو زیاتېدو ته اندېښنې

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

کابل کې د نري رنځ د ملي پروګرام متخصصان وایي چې له هرو ۵۰ مشکوکو کسانو څخه د ۳۰ تنو ټیسټ مثبت وي چې په کلني توګه پر دې ناروغي لسګونه تنه اخته او ګڼ شمیر ناروغان ترې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4HITa
Afghanistan l Mediziner kämpft gegen die psychische Gesundheitskrise
آرشیف انځورانځور: AFP

د نري رنځ یا توبرکلوز د ملي پروګرام مسؤولین وایي چې ورځ تر بلې د دې ناروغي پېښې مخ پر زیاتېدو دي او د مرکز او ولایتونو په کچه د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه زره کسان پرې اخته شوي دي.

کابل کې د نري رنځ یو ټرینر متخصص ډاکټر علي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د یادې ناروغي مثبتې پېښې په ورځني ډول مخ پر زیاتېدو دي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «هره ورځ له هرو ۵۰ کسانو څخه شاوخوا ۳۰ تنه یې مثبت وي ځکه دا ناروغي په ډېر سرعت انتقالېږي.»

په عین وخت کې دا یوازې کابل نه دی چې پکې د یادې ناروغۍ د خپریدو ویرې په ډیریدو دي، بلکې په غزني او زابل ولایتونو کې خلک د نري رنځ له ډېرېدو څخه اندېښنه لري. دوی وایي په لریو پرتو ولسوالیو کې د اقتصادي ستونزو او روغتیایي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له وجهې لوړ عمر لرونکي کسان او ماشومان زیاتره پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی محمد سلیم افغان وایي چې لرو پرتو سیمو کې میندې او ماشومان د نري رنځ تر ګواښ لاندې دي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي: «په زیاتره ځایونو کې خلک له دوامداره ټوخی او سالنډي سره مخ وي او زموږ غوښتنه دا ده چې دغو لرو او پرتو سیمو ته پاملرنه وشي او صحي ټیمونه واستول شي. د اقتصادي ستونزو له امله میندي او ماشومان د مرګ له خطر سره مخ کېږي.»

اړونده مطالب: په ټوله نړۍ کې د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي

د غزني د ولایتي روغتون د معلوماتو له مخې اوس مهال نږدې ۸۰ کسان تر درملني لاندي نیول شوي چې له ډلې یې د ښځو او لوړ عمر لرونکو کسانو په ګډون ۱۴ تنه ماشومان هم دي.

د زابل ولایت د توبرکلوز برخې مسؤول ډاکټر احمد جاوید عصمتي وایي چې تېرو شپږو میاشتو کې د نري رنځ ۵۳۱ واقعي ثبت شوي دي.

هغه وویل: «زموږ هدف دا دی چې د توبرکلوز واقعات معلوم کړو او تراوسه پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۱ واقعي موږ سره په تېرو څو میاشتو کې ثبت دي.»

د  نوموړي په خبره په یاد ولایت کې د توبرکلوز د درملني لپاره ۱۵ روغتیایي مراکز شتون لري چې د نړیوالو موسسو په مرسته په وړیا توګه فعالیت کوي.

د نري رنځ ملي پروګرام د ټرینر متخصص، ډاکټر علي په خبره په افغانستان د نري رنځ ناروغي ډېرېدو لامل په تیرو کلونو کې کرونا وبا ته ډېره پاملرنه وه او د توبرکلوز ناروغي خدمات او روغتیايي نهادونو زیاتره برخې په مرکز او ولایتونو کې د کرونا ناروغي لپاره ځانګړې شوې وې.

ډاکټر علي په دې باور دی چې «په سرد سیرو ولایتونو کې د نري رنځ پېښې په عادي توګه ډېرې وي لکه غزني، بدخشان او ځینې نور ولایتونه. اوس د دې ناروغي لپاره هم پاملرنه کېږي او موږ خلکو ته په وار وار ویلي چې د علایمو په لیدو سره دې روغتیايي مراکزو ته مراجعه وکړي.»

اړونده مطالب: په افغانستان کې کلورا ته ورته ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

د روغتیا نړیوال سازمان د تېر کال په کلني راپور ویل شوي چې هرو سل زرو کسانو کې ۱۹۳ کسان په نري رنځ اخته دي او سلو زرو کسانو کې ۲۷ تنه کسانو د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام چې د نړیوالو موسساتو په همکاري فعالیت کوي تېر کال کې ۵۰ زره او ۷۱۰ ناروغان تثبیت او تر درملنې لاندې نیولي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت بیا د نري رنځ ناروغي د مخنیوي او درملني لپاره د امکاناتو او طبي وسایلو د لرلو خبره کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر دویچه ویله ته وویل چې د نري رنځ ناروغي مخنیوي لپاره په ټولو ولایتونو کې طبي وسایل ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل:«اوس ټولو سیمو کې زموږ طبي پرسونل لاسرسی لري او زیاتره سیمو کې چې د نري رنځ ناروغي شتون درلود خو د تشخیص امکانات یې نه وو اوس هغو سیمو ته هم لاسرسی لرو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې د افغانستان نفوس ته په کتو ۷۵ زره کسان په کلني ډول په نري رنځ ناروغي اخته کېږي.

د کارپوهانو په باور په افغانستان کې روان خراب اقتصاد وضعیت، بشري ناورین او په دې وروستیو کې د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو په نتیجه کې افغانان ښايي د توبرکلوز په څیر په نورو ګڼ شمیر ساري ناروغیو اخته شي چې له کبله به یې روان ناورین لا پسې سخت شي.

میرویس اسلمي

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي