1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سیمه ایزو خبریالانو د مظاهرو د خبري پوښښ اجازه نه درلوده»

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

د افغانستان د ختیځ پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې په لسګونو نجونو د طالبانو حکومت له خوا تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د بیا تړل کیدو پر ضد مظاهرې وکړې. ژورنالستانو ته د دغو مظاهرو د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

https://p.dw.com/p/4GgeB
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته تائید کړې ده چې سیمه ایزو خبریالانو ته د نجونو د دغو مظاهرو د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې.

سمیه ایزو اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د شنبې په ورځ د ښوونځي نجونو د مکتب په یونیفورم کې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې په اعتراضي مظاهرې لاس پورې کړ، مخکې له دې چې د چارواکو له خوا له دوی څخه وغوښتل شول چې خپلو کورونو ته دې لاړې شي.

یوه له دغو اوسیدونکو څخه وویل: «د ښوونځي زده کوونکو په سوله ایز ډول مظاهره کوله، خو دغه اعتراض ډیر زر د امنیتي ځواکونو له خوا تیت او پرک کړای شو.»

پکتیا کې د نجونو ښوونځي پرانستل شوي؛ طالبان وايي څېړنه کوي چې چا پرانستي؟

یوې فعالې وویل: «طالبانو هیڅ چاته اجازه نه ورکوله چې دغه مظاهرې فلمبرداري کړي، دوی حتی د یو شمیر مظاهره کوونکو شخصي موبایلونه ور مات کړل.»

تیره اونۍ په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پنځو دولتي ښوونځیو کې درسونه پیل شوي ول چې د هغو له جملې څخه څلور یي په مرکز ګردیز ښار کې او پنځم یې په څمکنۍ ولسوالۍ کې وه. مخکې تر دې په سلګونو نجونو او قومي مشرانو د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.

د دغو مظاهرو یوه له په لاره اچووونکو څخه وویل: «کله چې د شنبې په ورځ نجونو ته اجازه ورنکړل شوه چې ښوونځیو ته لاړې شي، مونږ مظاهرې وکړې.»

په رسمي توګه ویل کیږي چې د تخنیکي ستونزو له امله ښوونځي تړلي دي او د اسلامي مقرراتو مطابق درسي نصاب له جوړیدو سره سم به بیرته پرانیستل شي.

یو کال مخکې واک ته د رسیدو راهیسې سخت دریځه اسلامپاله طالبان ژمنه کوي، چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله به له ډیر معتدله چلند څخه کار اخلي. خو د تیرو ۱۲ میاشتو راهیسې د ښځو او نجونو حقونو په پراخه پيمانه محدود کړای شوي دي.

آیا افغانستان کې د زده کړو چاپيریال خوندې دی؟

په مارچ میاشت کې طالبانو تر شپږم ټولکي پورته د نجونو ټول ښوونځي یوازې څو ساعته وروسته له دې چې په لومړي ځل پرانیستل شول، بیرته وتړل. 

د دغه هیواد په ځینو برخو کې یوازې ډیر لږ شمیر ښوونځي د سیمه ایزو قومي مشرانو او کورنیو د فشار له امله فعالیت کوي. په اکثرو ولایتونو کې ښوونځي تړلي دي، همدارنګه په پلازمېنه کابل او کندهار کې چې د طالبانو د قدرت مرکز بلل کیږي، هم د نجونو د متوسطې او لیسې دورې ښوونځي تړلي دي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (Unicef) د رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه د متوسطې او لیسې دورې ښځینه زده کوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص