1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گټي او تاوانونه: د آلمان فدرالي نظام څرنګه کار کوي؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

آلمان د امريکا، هند او برازيل په څېر يو فدرالي نظام لري چې دا سيسټم ګټې او زيانونه هم لري. دا نظام يو تاريخي دود هم دی. زيانونه یې په برلين کې د فدرالي حکومت له پاره د مختلفو چيلينجونو باعث هم ګرځي.

https://p.dw.com/p/3rQT2
Ministerpräsidenten Föderalismus Treffen in Berlin
انځور: AP

د اروپا په زړه کې هغه سيمه چې نړۍ یې د آلمان يا جرمني په نوم پيژني، يو ډېر متنوع تاريخ لري. د آلمان د دولت په چوکاټ کې فدرالي جوړښتونه له پيړيو راهيسې په يوه نه يوه شکل موجود دي.

د آلمان په ګاونډي هيواد فرانسه کې لا د منځنيو پيړيو په لومړيو کې پاريس په پلازمېنه او يوه پوځي مرکز بدل شوی وو. خو د راين سيند لويديځ لوري ته په پرته سيمه کې زياتره د نوابانو او خانانو حکومتونه ول، چې د هغوی تر ولکې لاندې سيمو ژبه يوه وه، خو دغه سيمې په يو بل پورې ډېرې تړلې نه وې.

په آلمان کې د فدرالي سيستم په تاريخي پس منظر پوهيدل، په دې نظام د پوهیدو له پاره اړين دي چې له مخې د اوسني آلمان ۱۶ فدرالي ایالتونه چې په اصل کې ورته فدرالي دولتونه ويل کيږي، د دې دولت په نوي شکل کې خپل کارونه پرمخ وړي.

تر هغو واحدونو ډېر غښتلي چي لري يې

هغه سيمه چې نن د آلمان دولت بلل کيږي، په ماضي کې تر ډېره د باچاهانو او يا سيمه ایزو نوابانو په ولکه کې وې چې په هغه کې د بريمن په څېر کوچني دولتونه هم شامل ول او د پرويسن يا پروشيا په څېر ستر شاهي دولتونه هم.

د هتلر د پلار ليکونه د هغه شخصيتی ودې په اړه رڼا اچوي

وروسته بيا په دې دولت کې يو شمير کوچني شاهي دولتونه او ستر ښاري دولتونه هم شامل شول چې ولسي حقونه یې يو تر بل ډېر بدل او مروجه پيسه یې هم يو تر بل مختلفه وه.

له همدې کبله دا عادي خبره وه چې په مختلو شاهي او نوابي رياستونو کې د خپلواکۍ کچه هم مختلفه وي. څو پيړۍ په دې سيمه کې چې نن آلمان بلل کيږي، يو مرکزي حاکم ځواک موجود نه وو.

د امپراطورۍ بيا رغونه

د پاچاهانو او امپراطوريو د دې نظام د له منځه تلو او د وايمر جمهوریت تر کړکېچنو کلونو وروسته د آلمان فدرالي دود په لومړي ځل نازيانو مات کړ. د ۱۹۳۳م کال د جنورۍ پر ديرشمه نېټه واک ته د نازيانو تر رسیدو وروسته د سیمه ایزو دولتونو د يوځای کولو او د يوه مرکزي نظام تر کنترول لاندې د راوستلو پروسه پېل شوه.

Hitler Reichskanzler Machtergreifung 30.01.1933
په ۱۹۳۳م کال کې په آلمان کې ټول واک د نازيانو د حکومت مشر ادولف هټلر ترلاسه کړانځور: General Photographic Agency/Getty Images

پوره یو کال وورسته يعني د ۱۹۳۴م کال د جنورۍ پر دېرشمه نېټه د »دولت د بيا رغونې قانون« تصويب شو او د ټولو آلماني دولتونو حقونه له منځه يوړل شول.

د جمهوريت رامنځته کيدل

د دويمې نړيوالې جګړې تر ختميدو وروسته چې کله متحدين د آلمان پر پوځ بريالي شول نو دا بحث پيل شو چې په آلمان کې دولتي نظام او اډانه بايد څرنګه وي؟ هغه وخت د جګړې فاتح ځواکونه په دې سره يو ول چې د نازيانو د مشر ادولف هتلر په مشرۍ دولت ځکه ډېر ځواکمن وو چې آلماني دولتونو يا ایالتونو هیڅ واک نه درلود. له همدې کبله په راتلونکي کې د واک او اختياراتو د دې ډول تمرکز د مخنيوي پريکړه وشوه.

په ختیځ آلمان کې پر واک تمرکز

د پخواني ختیځ آلمان ايالتونه په لومړي سر کې د شوري اتحاد تر سيسټم لاندی وو. وروسته بيا دغه ايالتونه د »جرمن ديموکراتيک ريپبلک« يا جي ډي آر ونومول شول.

په ختيځ آلمان کې د وخت په تیريدو سره حاکم سوسيالیستي ګوند کمروزی شو او په ۱۹۸۹م کال کې د برلين دېوال ړنګ کړل شو. دا څه باعث شول چې په هيواد کې په لومړي ځل رښتيني آزادې ټاکنې ترسره شي چې په پايله کې پارلمان رامنځته شو. يوه ستره موخه د پخوانيو دولتونو بيرته پر ځای کيدل وه.

دا کار د ۱۹۹۰م کال د جولای پر ۲۲ نېټه ترسره شو او ختيځ آلمان د هغه وخت د لوېديځ آلمان فدرالي سياسي نظام خپل کړ. همدا ستر بدلون د دې لامل شو چې يوازې درې مياشتې وروسته يعني د ۱۹۹۰م کال په اکتوبر مياشت کې دواړه آلماني دولتونه سره يوځای شول.

د لوېدیځ د فدرالي سیستم واقعيت

په پخواني لوېديځ آلمان کې چې د آلمان فدرالي جمهوريت بلل کيدی، د دولت مشرانو غوښتل چې ټول اختیارات د مرکزي حکومت په لاس کې نه وي. له همدې کبله هغه بنسټيز قوانين چې په اصل کې د آلمان د اساسي قانون حيثيت لري، چې کله په ۱۹۴۹م کال په بن کې تصويب شول نو پارلمان دا خبره ډېره مهمه وګڼله چې د فدرالي دولتونو د حقونو څخه دفاع وشي او دا په هر حال کې تضمين شي.

همدا دا چې د ماضي په څېر نن هم فدرالي دولتونه د مرکزي حکومت اختيارات او واک څاري او په دې کې د انډول ساتنې زمينه هم برابروي. په آلمان کې د فدرال او فدرالي دولتونو ترمنځ د سياسي اختياراتو او د واک ويش ډېر روښانه دی او همدا ويش د دواړو له پاره د يو بل د »څار او انډول ساتلو« پروسه تضمينوي.

د سمون هڅې

د آلمان د فدرالي سیسټم په اړه له لومړۍ ورځې راهيسې ځيني اندېښنې او د مديريت په برخه کې ځيني نيمگړتياوي موجود دي. د بېلا بېلو دولتونو يا ایالتونو اقتصادي ځواکمنتيا د پخوا په څېر اوس هم ډېر توپير سره لري. د نفوسو له پلوه هم ډېره تنوع موجوده ده. د مثال په توګه په نورت راين ويسفالن ايالت کې تر ۱۷ ميلیون ډېر خلک ژوند کوي، په داسې حال کې چې په شمال کې د بريمن ايالت يوازې ۷ لکه نفوس لري.

دا خبره په ۱۹۵۰مه لسیزه کې په لويدیځ آلمان کې موجودو متحدينو هم درک کړې وه او په بن کې یې له فدرالي حکومت څخه د اړينو پریکړو غوښتنه هم کړې وه، خو تر نن ورځې پورې په دې اړه د اصلاحاتو هره هڅه ناکامه شوې ده.

په فدرالي نظام کې اصلاحات

ځيني کړۍ په دې آند دي چې د آلمان په فدرالي سيسټم کې اصلاحات نن هم شوني نه دي. د متناسبې استازولۍ د سیسټم له کبله په برلين کې فدرالي حکومتونه هم ائتلافي وي. له همدې کبله د ټولو ۱۶ ایالتي حکومتونو او مرکزي حکومت هم يو له بل سره توپير لري. دا په دې معنا ده چې د دې ۱۷ حکومتونو په يوه خبره سره اتفاق کول عملاً امکان نه لري.

د همدې فدرالي سيسټم له کبله نن سبا په آلمان کې کله کله د ایالتي حکومتونو د لومړیو وزیرانو په خپلو دولتونو کې استقلاليت د ساتنې د هڅو په ترڅ کې چلن داسې بريښي لکه هغه چې د منځنيو پيړيو د عصر د يوه ملک شهزاده وي. خو بل لوري ته همدا نظام له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د آلمان د برياليتوب او پرمختګ مهم عنصر بلل کیږي.

له دې فدرالي سیسټم پرته به تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته په آلمان کې تر لس ميليونو زياتو مهاجرو ادغام ممکن نه وای او نه به هم په ۱۹۹۰م کال کې تر بيرته يووالي وروسته پر ستونزو بر لاسی.

زموږ له آرشيف څخه: