1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هتلر د پلار ليکونه

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د هيتلر د پلار د هغو ليکونو پر اساس چې تر اوسه نه ول خپاره شوي، يو کتاب ليکل شوی دی. دغه کتاب د هيتلر پر ژوند رڼا اچوي. د دغو ليکونو محتوا ښيې چې هيتلر څومره د خپل پلار له خصوصيتونو لکه ځان خوښونې څخه اغيزمن وو.

https://p.dw.com/p/3po4r
Alois Hitler, Vater von Adolf Hitler
انځور: The Print Collector/Heritage Images/picture alliance

د يوه څيړونکي څيړنه دا ښيې چې آدولف هيتلر د خپل پلار له افکارو او عادتونو څخه سخت اغيزمن وو. د اتريش تاريخ پوه رومان ساندگروبر د هيتلر د پلار د ترلاسه شويو ليکونو له مخې وايې، چې آلويس هيتلر (۱۸۳۷ ـ۱۹۰۳) چې د ګمرک کارکوونکې وو، خپل زوي آدولف هيتلر ته ورته د ځان خوښوني خصوصيات يې لرل.

د آلیوس هيتلر له هغو ۳۱ ليکونو څخه چې د خپلي کروندې د پلورونکي په نوم يې استولي ول، دغه مورخ استدلال کوي: «د هيتلر پلار مدام غوښتل خپل ځان له نورو څخه پوه او هوښيار وښيې چې ګواکي له نورو څخه يې پوهه ډيره ده.» په داسی حال کې چې آلويس هيتلر په بزګرۍ او اړوندو کارونو کي هيڅ کومه عملي تجربه نه درلوده.

ساندگروبر په دغه کتاب کې چې د دوشنبې په ورځ د (فبروري ۲۲) «د هيتلر پلار: زوی يې څرنګه ديکتاتور شو» په نوم خپور شوی دی، پکښې د آدولف هيتلر(۱۸۸۹ـ۱۹۴۵) يهودی ضد کړنو په هکله نوې ارزونه وړاندې کړې ده.

د هيتلر د تازه ځوانۍ يوه انډيوال اوگوست کوبيسيک د هغه ۶۰ مخيز کتاب په لومړني چاب کې چي په ۱۹۴۳ کې چاپ شو، اشاره شوې ده چې د آدولف هيتلر د تازه ځوانۍ په کلونو کي د اتريش په لينس ښار کې په هغه کې د يهوديانو ضد روحيې وده کړې وه.

کوبيسينک په دغه کتاب کي د هيتلر هغه ادعا چې «زما جنگ» کتاب کي يې ليکلي چي گويا د يهودو ضد کړنو ته يې هغه مهال مخه کړې وه چي د بلوغ پرمهال په ويانا کي وو.

ساندگروبر ليکې چې هيتلر ویانا ته تر رسيدلو دوه مياشتې وروسته د «يوې يهودي ضد ټولنې» غړيتوب تر لاسه کړی وو. په یوې دقيقي ارزوني سره د هيتلر د ماشومتوب او نوي ځوانۍ له دورې څخه د يوه ناآرامه او بې ثباته ژوند انځور تر لاسه کيږې.

د هيتلر کورنۍ د هغه له زيږيدنې تر اتلس کلنۍ پورې ۱۸ ځلې کډه او هجرت کړی دی. خو تر اوسه يې د لينس ښار د اورفار په سیمه کي د اوسېدلو د دوو ځايونو په اړه يادونه نه ده شوې او دغه دوه ځايه مخفي ساتل شوي دي. هغه هم د دغه مورخ په خبره احتمالاً به په دې خاطر پټ ساتل شوي وي چې د دغو کورونه يو يې د لينس ښار په يوه شتمن يهودي پوري اړه درلوده.

د دغه کتاب ليکوال ليکې چې د هيتلر پلار يوه ځانګړتيا د مقتدرو او بانفوسه کسانو سره بې اعتناي وه. که څه هم چې پخپله د روحانيونو سخت مخالف وو، خو کلیسا ته تګ يې يوازې د نظامي يونیفورم ښوولو له پاره کاوه.

ساندگروبر لیکلي چي هيتلر هم چي نه يې له کليسا سره عاطفي اړيکي لرلې او نه يې هم په مذهب باور لاره، خو په خپل ټول ژوند کي د کاتوليکانو کليسا له غړيتوبه و نه ووت.

د دغه ليکوال په خبره، په هيتلر کي له پلار څخه الهام اخيستل دومره ډېر ول چي حتي د ځوانۍ په کلونو کي ئې عملاً د خپل پلار امضا کاپي کړې وه.

ساندگروبر زیاته کړې ده چي د خپل پلار په مقابل کي د هيلتر يوازنی بغاوت دا وو چي د پلار له خوا ورته وړاندي شوې رسمي ماموريت دنده رد کړه: »هغه غوښتل چي يو آزاد هنرمند شي، نه دا چي د پلار پر پله پل کښېږدي.«

هيتلر له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۴۵م کاله پوري د آلمان د دريم رايش صدراعظم وو. هغه د خپل صدرات په وروستيو کلونو کې نړۍ دويمې نړيوالې جګړې ته ټيل وهله او د ميليونو يهوديانو د عام وژني سبب شو.