1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان پلان لري په سونو افغانان له افغانستانه راوباسي

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

د آلمان حکومت پلان لري په راتلونکو دوو مياشتو کې په سونه نور سيمه ایز کارکوونکي او له خطر سره مخامخ افغانان آلمان ته انتقال کړي. په پام کې ده چې هره اونۍ کابو ۲۰۰ کسان را انتقال کړل شي.

https://p.dw.com/p/412ji
Deutschland Berlin Auswärtiges Amt
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د «ډېر شپيګل» مجلې په حواله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت پر دې حساب کوي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې هر اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان د پاکستان له لارې را وباسي. د مجلې په حواله دغه معلومات یې د آلمان د کورنيو چارو وزارت له يوې داخلي اعلاميې څخه ترلاسه کړي چې اړوندو ادارو ته ليږل شوې ده.

د آلمان حکومت د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کيدو وروسته د تخلیې په عملياتو کې چې دوې اونۍ يې دوام وکړ، تر ۵۰۰۰ ډېر انسانان را انتقال کړل.

خو له خطر سره مخامخ په زرونو افغانانو ونه شو کړای له دغه هيواده ووځي چې د آلمان د پوځ پخواني کارکوونکي، خبريالانې او خبريالان پکې شامل دي.

آلمان: د ځوانانو مسافرخانې افغان کډوالو ته دروازې پرانيزي

د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د آلمان پوځ د ماموريت تر پای وروسته به له خطر سره د مخامخ کسانو د انتقالولو له پاره هلې ځلې کوي.

هغه افغانان چې اوس به د پاکستان له لارې آلمان ته انتقاليږي، د رپوټ په حواله د سيمه ایزو کارکوونکو په نوملړ کې او يا له خطر سره د مخامخ کسانو په توګه د بهرنيو چارو وزارت په ليستونو کې شامل دي. زياته شوې ده چې په دې کسانو کې د آلماني سازمانونو سره تړاو درلودونکي ښځينه او نارينه فعالان شامل دي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشيف څخه: