1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د ایراني پناه غوښتونکو د اخراج ځنډول باید وغځول سي

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

د جرمني د نورډ راین ویسټ فالین ایالت د ایرانیانو د اخراج د ځنډولو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.د دغه ایالت د کډوالو چارو وزیرې ایران کې د بشري حقونو وضعیت «لاهم خراب» بللی او د اخراج ځنډولو پر تمدید یې ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4UX62
Deutschland Frankfurt | Demonstration am Flughafen Frankfurt gegen Abschiebung in Iran
انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د نورډ راین ویسټ فالین  ایالت حکومت په یوه لیک کې د کورنیو چارو له فدرالي وزارت څخه غوښتي چې په ایران کې د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له امله د ایراني کډوالود اخراج د ځنډولو موده تمدید کړي.

په هغه راپور کې چې د المان په رسنیو کې  خپور سوی، په دې شرایطو کې د ایرانیانو بیرته ستنیدل «غیر مسئولانه» بلل سوي دي.

د جرمني ایالتونه کولای سي په خپلواکه توګه د شپږو میاشتو لپاره د اخراج مخه ونیسي. د نورډ راین ویسټ فالین  ایالت لا دمخه دا حق کارولی دی. په دې برخه کې د دولت وروستۍ باوري هوکړه د روان کال د جون میاشت په  پای کې پای ته ورسېده.

په همدې میاشت کې اعلان وسو چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د رد سویو پناه غوښتونکو د نه راستنیدو په اړه د مرکزي حکومت او ایالتونو ترمنځ د موافقې د غځیدو هرکلی وکړ.

د جرمني رسنیو لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د ارزونې له مخې د ایران د منتقدینو او لاریون کوونکو له حقونو څخه جدي سرغړونې د پخوا په څېر دوام لري او په داسې شرایطو کې د پناه غوښتونکو ایستل به غیر مسئولانه وي.

په دې اړه دفدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت، ایالتي حکومتونو ته په یوه لیک کې له هغوی غوښتي چې د ایراني پناه غوښتونکو د اخراج د ځنډولو په اړه دې هوکړې ته دوام ورکړي او په دې برخه کې دې ورته کړنلاره غوره کړي.

د نورډ راین ویسټ فالین ایالت د کډوالو چارو وزارت وايي، تر دې دمه په ټولو ایالتونو کې د ایرانیانو د اخراج د مودې غځولو لپاره غوښتنه نه ده سوې.

دغه وزارت ویلي دي چې له دې ټولو سره سره په ایران کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره د ایرانیانو شړل به د دوی ژوند د خطر سره مخامخ کړي.

په ټیریر  کلیسا  کې بهرنیان
ایران کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره د ایرانیانو شړل به د دوی ژوند د خطر سره مخامخ کړيانځور: Harald Tittel/picture-alliance/dpa

د جمعې په ورځ د (جولای ۲۸مه) په یوه بل لیک کې د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ سیمه ییزو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې لا هم د ایرانیانو بېرته ستنېدل د توجیه وړ نه ګڼي. په همدې خاطر له مسئولو چارواکو غوښتل سوي چې دوسیې په هر اړخیزه توګه وڅیړل سي.

دا وزارت دلته د اپریل په میاشت کې د ایرانیانو د اخراج د بندولو په اړه یو حکم ته اشاره کوي. په دې حکم کې ټینګار سوی دي چې دا تعلیق په خطرناکو خلکو، جدي مجرمینو او نورو هغو «خلکو چې شړل یې د جدي ګټو سره تړاو لري» نه پلي کیږي.

نورډ راین ویسټ فالین ایالت د آلمان د ۸۵ میلیون نفوس نږدې څلورمه برخه لري او د ایالتونو او فدرالي حکومت په ګډو پریکړو کې د ډیر وزن لرونکي ګڼل کیږي.

د نورډ راین ویسټ فالین ایالت د کډوالو چارو وزیر، یوزفین پاول، چې د زرغون ګوند څخه دی، د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه ایالت حکومت د هغو ایرانیانو سره پیوستون ته دوام ورکوي چې په ویره کې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

پر ایران اقتصادي بندیزونو ددغه هیواد توریزم زيانمن کړی

پاول وايي: «د  نیولو، شکنجې او ډله ایزو اعدامونو ورځني خبرونه ښیي چې موږ په ایران کې له کوم ظالم رژیم سره مخ یو.»

هغه زیاتوي، نارینه، ښځې او حتی ماشومان چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ییز لاریون کوي ​​د رژیم له لوري له ورته چلند سره مخ دي.

په المان کې د هغو پناه غوښتونکو د اخراج د بندیدو غوښتنې نه دي منل سوي، چې دښځو، ژوند، ازادۍپه نوم د ناکراریو له پیل راهیسې د سیاسي ګوندونو، سیمه ییزو حکومتونو او مرکزي حکومت تر منځ د تیر کال په سپټمبر کې د بحث موضوع ده. د نورډ راین ویسټ فالین د ایالت د پناه غوښتنې وزیر یو نوی لیک نور ایالتونه هڅوي چې دا ډول بندیزونه وغځوي.

ص.ز/ن.ص