1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د آلمان بيرته يووالی

آلمان څلويښت کاله د «آلمان فدرالي جمهوريت» او د «آلمان ديموکراتيک جمهوريت» په نامه دوو هېوادونو ويشل شوی وو. خو دا تجزيه د ۱۹۹۰م کال د اکتوبر پر دريمه نیټه پای ته ورسېده او لويديځ او ختیځ آلمان بیرته سره يوځای شول.

آلمان د ۱۹۴۹م کال څخه تر ۱۹۹۰م کاله پورې په دوو هېوادونو ويشل شوی وو. په دويمه نړيواله جگړه کې د دې هېواد تر ماتې وروسته، په لويديځو سيمو کې چې د امريکايي، بريتانوي او فرانسوي عسکرو تر ولکې لاندې وې، د آلمان فدرالي جمهوريت تاسيس شو. د آلمان ديموکراتيک جمهوريت چې په «شرقي آلمان» هم مشهور وو او د جغرافيي له لحاظه کوچنی وو، بلې غاړې ته تشکيل شو. د آلمان ديموکراتيک جمهوريت د خپل نوم برعکس يوه کميونستي ديکتاتوري وه چې د خلکو سياسي آزادي یې محدوده کړې وه او منتقدين یې مجازات کول. په شرقي آلمان کې د خلکو احتجاجونو او د ۱۹۸۹م کال د نومبر پر نهمه نيټه د برلين د ديوال رنگيدو، د آلمان د بيرته يووالي پروسه چټکه کړه. د اکتوبر دريمه نیټه په آلمان کې د بيرته يووالي د ورځې په توگه لمانځل کيږي.