1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د آلمان یووالی بیا په ماموریت بدل شوی

۱۳۹۶ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان د یووالي ورځ په داسې حال کې لمانخل کیږي چې تر پارلماني ټاکنو وروسته، له کورنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د دویچه ویله مسئوله مديره انیس پول وایي چې آلمان باید په مرحله کې خپل نړیوال موقف هم روښانه کړي.

https://p.dw.com/p/2l9aS
01 BG Das erwartet uns im Oktober
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

له ۱۹۹۰م کال راهيسي هر کال د اکتوبر ۳مه نیټه د آلمان د يووالي ورځ لمانځل کيږي. پر نه حل شویو ستونزو، مایوسیو او نه پای ته رسیدلو پروژو سربیره، دغه عامه رخصتي یوه له خوښۍ ډکه ورځ بلل کیږي. په دې ورځ نړۍ داسې یو هیواد لمانځي چې یو وخت د ویجاړیو مسئول وو، خو بیا وروسته یې د بیلوالي دیوال ونړاوه او د یوه متحد، اعتماد وړ دیموکراسي او هوسا اقتصاد په توګه یې سر راپورته کړ او اوس د لویدیځي نړۍ په یوه پياوړي پایې باندې بدل شوی دی.

داسې ښکاري چې نړۍ پر ناسم لور روانه ده

د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته چې پکښې د آلمان له پاره بدیل ښی اړخه عوامپال ګوند نزدې ۱۳ سلنه رایې ترلاسه کړې او دغه ګوند په پارلمان کې دریم لوی ګوند شو، د «موږ خلک یو» شعار یوه نوې معنی موندلې ده. دغه شعار په ختیځ آلمان کې وگړو کاراوه.

«موږ خلک یو» اوس یوه نوي معنی لري. هغوی دغه شعار په درسدن او ختیځ آلمان په نورو ښارونو کې په ۱۹۸۹م کال کې ورکاوه او له هغه څخه یې د ختیځ آلمان د ناعادلانه سیستم د ړنګولو له پاره کاراوه. هغه وخت «موږ خلک یو» داسې معنی لرله: موږ دیموکراسي غواړو، موږ غواړو د هغه هیواد سیاستونه جوړ کړو چې پکښې ژوند کوو. موږ نه غواړو چې له سیاسي سرکوبي سره مخامخ شو.

اوس نو چې د آلمان له پاره بدیل ګوند لومړی ښی اړخی عوامپاله ګوند دی چې له ډیري اوږدې مودې وروسته یې پارلمان ته لار موندلې ده، د «موږ خلک یوو» شعار بل ډول بریښي، ځکه نور هغه په دیموکراسي کې له داخلېدو سره مرسته نه کوي.

د دويچه ويله مسئوله مديره انيس پول
انځور: DW/P. Böll

د «موږ خلک یوو» شعار اوس ډیر وخت د دې موضوع رسولو له پاره کارول کیږي چې نور خلک نه دي او دا چې هغوی په دې هیواد پورې تړاو نه لري. دا پیغام په ځانګړې توګه هغو مهاجرو ته متوجه دی چې آلمان ته د پناه غوښتنې او راتلونکې په لټه پسې راغلي دي. دا داسې یوې نړۍ ته چې له خپل مسیره وتلې ښکاري او پکې حالات د پخوا په شان نه دي او هیڅ به هم د پخوا په څیر نه شي، یو پر شا تلونکی غبرګون دی.

په میلیونو انسانان د تیښتې په حال کې

په میلیونو انسانان له خپلو سیمو څخه خوځیدلي دي ځکه چې نور په خپل هیواد کې نه شي اوسیدای او یا هم نه غواړي و اوسیږي. جګړو، وچکالي او یا هم سیلابونو هغوی د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي. په میلیونو نور به هم دغه شان برخليک ولري. د هغوی مخه به په اسانۍ سره و نه نیول شي، هغوی به خپل د ښه ژوند حق وغواړي او له پاره به یې مبارزه وکړي. حتمی نه ده چې دغه کسان دې هرو مرو اروپا ته راشي، خو دغه مهاجرتونه به پر ټولې نړۍ باندې د پام وړ اغیز ولري.

له همدې کبله د نن ورځې «موږ خلک یوو» شعار – چې هدف یې د يوې ډلي څنډي ته ګوښه کول وي – د بې وسې نښانه ده چې سیاستوالو او هغو ۸۷ سلنه آلمانیانو ته راجع  کیږي چې د آلمان له پاره بدیل ګوند ته یې رایې نه دي ورکړي. خو په ۱۹۸۹م کال کې د ختیځ آلمان پر خلاف، د آلمان د نفوس اکثریت برخه د «خلک» په دې نوي تعریف کې ځان ښکیل نه بولي.

که سړی خپلې چارې داسې پر مخ یوسې چې ګواکې ډیر څه نه دي بدل شوي او د خپلو شخصي خوشحالۍ او لاس ته راوړنو له پاره کار وکړي، نو دا د آلمان د ټاکنو د پایلو له پاره یو مناسب ځواب نه دی. د راتلونکي حکومت د جوړیدو پر سر رواني سختې خبرې اترې ښيي چې دا یوه ساده موضوع نه ده، او دا موضوع په دې اړه ده چې موږ پریکړه وکړو چې څرنګه یو هیواد واوسو.

یووالی نه ورکول کیږي

آلماني لیکوال او شاعر یوهان ولفګنګ ګیوته، دغه عبارت د خپلې کیسې د اصلي بازیګر په اړه په «فیوست» کې لیکلی وو: هغه څه چې تا ته له خپل پلاره په میراث پاتيږي، مخکې له دې چې هغه ستا شي باید ته یې وګټې [ځان د هغه قابل کړې]. داسې ښکاري چې دغه عبارت دې د آلمان د یووالي ننۍ کلیزي ته لیکل شوی وي، ځکه یووالي چا ته نه ورکول کیږي. دا داسې یو څه دي چې نورو یې ښايي د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کړې وي، خو اوس یوه عادي خبره ښکاري.

د آلمان په لویدیځو ایالتونو بایرن او بادن ورتمبرګ، کې د آلمان له پاره بدیل ګوند بریا ښيي چې ستوزني یوازې د ختیځ او لویدیځ تر منځ په توپیر کې نه شي خلاصه کیدای. اوس د دې وخت دی چې آلمان چې ځان د اروپي ټولنې غړی بولي، چې پر خپل اساسي قانون سخت ولاړ دی، او له خپل ثروت او نفوذ څخه په مسئولانه ډول کار اخلي، چې له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په خراب وضعیت کې دي.

آلمان د یووالي ورځ لمانځي. په ۲۰۱۷ کال کې دغه لمانځنه له یادون څخه ډیر یوه ماموریت ته ورته ده.