1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

امریکايي جنرال: ښکاري چې طالبانو «ستراتیژیک پرمختګ» کړی وي

۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبه

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي چې داسې ښکاري چې طالبانو دي په ټول افغانستان کې په تهاجمي بریدونو سره «ستراتیژیک پرمختګ» کړی وي. خو وايي طالبان له بریا ډېر لېرې دي.

https://p.dw.com/p/3xp01
General Mark A. Milley und  General William P. Barr.
انځور: picture-alliance/O. Contreras

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي همدا پرون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۱) په يوه خبري غونډه کې دا ومنله چې طالبانو په خپلو وروستیو بریدونو سره ښايي ستراتیژیک پرمختګ کړی وي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا لېرې ده.

جنرال مارک میلي خبریالانو ته وویل چې طالبان اوس د افغانستان د شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو څخه د نیمايي ولسوالیو کنترول په لاس کې لري، خو دوی لا هم پر ښارونو کنترول نه لري. دغه امریکايي جنرال همدا راز زیاته کړې چې افغان امنيتي ځواکونه اوس د خپلو پوځونو پر تقویې کار کوي څو د سترو ښارونو مرکزونه خوندي وساتي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل: «دوی [افغان ځواکونه] اوسمهال د نفوس د خوندیتوب کړنلاره عملي کوي او زیاتره نفوس د ولایتونو په مرکزونو او په کابل ښار کې میشت دي.» د نوموړي جنرال په خبره د طالبانو اتوماتیک واک ته رسیدل له حقیقته لېرې یوه نتیجه ده.

Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Reuters

که څه هم افغان امنیتي ځواکونو د امریکايي ځواکونو له لوري ښه روزل شوي دي او اټکلونه ښيي چې تر طالبانو یې شمیر خورا ډیر دی. جنرال میلي وايي چې د جګړې د ګټلو له پاره شمیر هم ډیر مهم نه وي. دغه امریکايي جنرال وايي چې د جګړې دوه مهم فکتورونه هغه امادګي او مشري ده او اوس د افغانانو، د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو د امادګۍ او مشرۍ د آزمویلو وخت دی.

وروسته له هغې چې امریکايي او بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړ، طالبانو د هیواد په مختلو سیمو باندې خپلو تهاجمي بریدونو ته شدت ورکړ چې له کبله یې یو شمیر ولسوالۍ او بندرونه په خپل کنترول کې راوستل.

Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

تر دې وړاندې حکومت او طالبانو څو ځله د اختر په ورځو کې لنډمهاله اوربند کړی وو خو دا ځل د قطر پر مذاکراتو سربیره په افغانستان کې د اختر په ورځو کې اوربند نه دی شوی.

ولسمشر غني همدا پرون د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې تر راکیټي بریدونو وروسته وویل چې طالبانو دا په ثبوت رسولې چې دوی د سولې له پاره اراده او هیله نه لري.