1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کې د خامنه‌يي د جنازې لمونځ وشو

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ تیر ۱۴, یکشنبه

د ایران د وژل شوي ستر مشر علي خامنه‌يي د جنازې لمونځ په تهران کې ادا شو. ټاکل شوې ده چې نوموړی د څو مراسمو له ترسره کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/5Gasj
په تهران کې د آيت الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسم
د جنازې په لمونځ کې زيات شمېر کسانو گډون کړی وانځور: Anadolu/picture alliance

په ایران کې د جګړې پر مهال د وژل شوي ستر مشر علي خامنه‌يي د جنازې لمونځ د یو لوړپوړي دیني عالم په امامت ادا شو.

د عامه ماتم د مراسمو په دویمه ورځ، ۹۷ کلن ستر آیت‌الله جعفر سبحاني د جنازې د لمانځه امامت وکړ، چې د ایران د دولتي ټلوېزیون په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کېږي.

علي خامنه‌يي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه پر رسمي دفتر د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی و.

له دې وروسته امریکا او اسرائیلو تر پنځو اوونیو زیات وخت له ایران سره جګړه وکړه، تر دې چې د اپرېل میاشتې په پیل کې د واشنګټن او تهران استازو د اوربند پر یوې موافقې هوکړه وکړه.

په مشهد کې به خاورو ته وسپارل شي

د خامنه‌يي جسد به د دوشنبې ورځې پورې په تهران کې پاتې وي. وروسته به د ایران په مذهبي ښار قم او په ګاونډي هېواد عراق کې به هم د درناوي مراسم ترسره شي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

د مجتبی خامنه‌يي د ګډون په اړه اوازې

په همدې حال کې په ایران کې دا اوازې هم روانې وې چې ښایي د خامنه‌يي زوی او ټاکل شوی ځای‌ناستی مجتبی خامنه‌يي د لومړي ځل لپاره له خپلې ټاکنې وروسته په عامه مراسمو کې راڅرګند شي.

خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۵۶ کلن مجتبی خامنه‌يي لپاره د جنازې د لمانځه د امامت کومه برنامه نه ده ټاکل شوې.

ویل کېږي چې په قم کې به د جنازې لمونځ آیت‌الله مکارم شیرازي (۹۹ کلن) او په مشهد کې به نوري همداني (۱۰۱ کلن) ادا کړي.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.