1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانستان په اړه د ترکيې د «ښکاره ژمني» هرکلی کړی

۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه

امریکا د ترکیې د هغي «ښکاره ژمني» هرکلی کړی چي غواړي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډگر امنیت ته اوږه ورکړي. ترکیې دا وړاندیز هم کړی دی چي د امنیت ساتلو له پاره به مشخص شمېر ځواکونه په افغانستان کي پریږدي.

https://p.dw.com/p/3v8vv
USA Jake Sullivan
انځور: Jim LoScalzo/CNP/picture alliance

د سپیني ماڼۍ امنیتي مشاور جک سولیفن د پنجشنبې په ورځ په واشنگټن کي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایدن په دې برخه کي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د خپل لازم ملاتړ ژمنه کړې.

د امریکا متحده ایالاتو سرتیري او د ناتو پاته ځواکونه به د سپتمبر تر یوولسمي له افغانستان څخه ووزي. د دې بیره موجوده ده چي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي طالبان یو وار بیا په دغه هیواد کي قدرت ته ورسيږي.

د دې له پاره چي په افغانستان کي تر یوې اندازې د لوېديځ حضور پاته وي، ناټو غواړي د نورو تر څنگ د کابل نړیوال هوايي ډگر د فعاله ساتلو مالي ملاتړ وکړي. د دغه اتحاد غړي هیواد ترکیې دا وړاندیز هم کړی چي د خپلو ځواکونو یو مشخص شمیر به هلته پریږدي، تر څو امنیت وساتي.

Türkei l Verteidigungsministerin Kramp-Karrenbauer in Ankara
د آلمان د ددفاع وزیره ، کرمپ کارنباور په انقره کي له خپل ترکي سیال سرهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د آلمان د دفاع وزیري انه ګریت کرمپ کارنباور د ترکیې د دغي ژمني هرکلی کړی دی. هغې د پنجشنبې په ورځ په انقره کي له خپل ترکي سیال سره د لیدني کتني پر وخت وویل چي په افغانستان کي د دیپلوماتیک حضور له پاره «په هوايي ډگر کي ډاډمني زېربنا او ډاډمني طبي زېربنا ته اړتیا ده». هغې وويل: «زه ډیره خوشاله یم چي ترکیه دې ته تیاره ده چي په دغه هیواد کي اساسي نقش پر غاړه واخلي.»

ترکیې هم لکه آلمان په افغانستان کي د خپل شل کلن حضور په ترڅ کي قرباني ورکړې. کرمپ کارنباور د خپلو خبرو په دوام وايي چي، اوس دا مهمه ده چي په راتلونکي کي دغه لاس ته راوړني وساتو او په ملکي او دیپلوماتیکو او همدارنگه پرمختیايي مرستو سره د افغانستان څنگ ته ودریږو.

   GP/NZ/AG