1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فنلنډ په رسمي ډول د ناټو سازمان غړی شو

۱۴۰۲ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

فنلنډ په رسمي ډول د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او په دې توګه پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل وروسته دا په اروپا کې ستر سیاسي بدلون شمیرل کیږي. فنلنډ د ناټو سازمان ۳۱ غړی هیواد شو.

https://p.dw.com/p/4Pglq
Belgien | Treffen NATO Außenminister in Brüssel | Beitritt Finnland
انځور: Johanna Geron/REUTERS

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په ناټو سازمان کې د غړیتوب مراسم په بروکسل کې د ناټو په عمومي مقر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په دغه سازمان کې د فنلنډ د غړیتوب اسناد ور وسپارل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د یاد سازمان د تړون رسمي ساتونکی دی، وویل: «د شمولیت د دغه سند په ترلاسه کولو، موږ اوس فنلنډ د شمالي اتلانتیک د تړون د ۳۱م غړي په توګه اعلانولی شو.»