1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ميندوارې ښځې د کرونا واکسين کولی شي؟

۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبه

په آلمان کې نسايي ولادي ډاکتران غواړي چې د کرونا پر ضد واکسيناسيون پر وخت ميندوارو ته لومړیتوب ورکړل شي. خو په دې اړه د ځینو حقيقتونو په اړه ناڅرګتيا موجوده ده. دلته یې په اړه لوستلی شئ:

https://p.dw.com/p/3tqxK
Peru Symbolbild Schwangerschaft Coronavirus Südamerika
انځور: El Comercio/Zumapress/picture alliance

د کرونا ويروس د وبا پر مهال ترسره شويو څېړنو ښوولې ده چې حمل لرونکو ته د کوويد – ۱۹ ناروغۍ ډېر خطر متوجې دی.

د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيا، اسرائيل او بیلجيم په څېر هيوادونو کې ميندوارو ته د واکسيناسيون په برخه کې لومړيتوب ورکول کيږي.

په آلمان کې بيا په دې برخه کې د کارپوهانو توصيه لږ روښانه ده. د نسايي ولادي ډاکترانو يوې ټولني او د ډاکترانو يوې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د واکسين په اړه د پر پريکړنده خپلواکې کميټې چې لنډیز یې « STIKO» غږ کړی دی چې په دې اړه واضح دريځ غوره کړي او توصيه یې کړې چې ټولې میندوارې ښځې دې واکسين شي.

دغه کمېټې ميندارو ته د کوويد- ۱۹ واکسين په اړه تر اوسه ويلي دي چې يوازې په ځينو انفرادي قضيو کې د واکسين د تطبيقولو لارښوونه کیدلی شي. د STIKO په نوم دغه کمېټې له خوا زياته شوې، دوی چې حمل لرونکو ته په عمومي توګه د واکسيناسيون توصيه نه کوي. علت یې دا ښوول شوې چې تر اوسه داسې معلومات په لاس کې نه شته چې د دې واکسين خونديتوب ترې څرګند شي.

خو د آلمان په زاکسن ايالت کې روغتيايي چارواکو پريکړه کړې ده چې د دغه کمېټې له خوا ميندارو ته د واکسين توصيې ته انتظار ونه باسي. دا ایالت د واکسيناسيون خپل کمېسيون لري. د دغه کمېسيون يوې غړې او ډاکترې کورنیليا هوزمن وويل چې دوی ميندارو ته د کوويد -۱۹ د واکسيناسيون پريکړه کړې ده.

څېړنه: کرونا د مېندوارو ښځو جنين ته خطر نه پيښوي

خو د هيواد په نورو برخو کې بيا د واکسين د ګټو او خطرونو د سنجولو پريکړه ميندوارو ښځو او اړونده ډاکترانو ته پريښوول شوې ده.

د هوزمن په خبره ميندواره ښځې په عمومي توګه ژر په هر ډول ميکروب اخته کيږي. نوموړې زياتوي: «د ميندوارۍ پر وخت د يوې مور د بدن مدافع سيسټم عملاً کار پريږدي څو یې بدن ماشوم دفع نه کړي. د ماشومان نيمايي ارثي مواد د پلار وي نو له دې کبله د مور د بدن له پاره پردي وي او دا کيدای شي په بل صورت کې د بدن له خوا دفع کړل شي.»

په خپره شوې اعلاميه کې دغو ۱۱ ډاکترانو په آلمان کې ميندارو ته د کرونا واکسين د لګولو په ترڅ کې د لومړيتوب غږ وکړ، ځکه د هغوی په وينا په دې اړه ډېر معلومات شته چې د کرونا ميکروب مور او ماشوم دواړو ته خطرناک واقع کيدلی شي.

آیا د کرونا واکسين مور او ماشوم ته خطر پيښولی شي؟

کارپوهان وايي چې په دې اړه هیڅ معلومات په لاس کې نه لري چې کوويډ – ۱۹ واکسين دې په ميندوارۍ کې خطرناک ثابت شي.

په امريکا کې ۱۰۶ زرو ښځو چې د ميندوارۍ پر وخت یې د کرونا واکسين لګولی دی د معلوماتو د راټولو د يوه کمپاين په ترڅ کې خپلې تجربې شريکي دي. دا رپوټ د ناروغيو د کنترول او مخنيوي د مرکز له خوا چمتو شوی دی او د می په لومړيو کې ويلي دي چې تر اوسه د ميندو د روغتيا په اړه هیڅ انديښنې ورسره نه دي شريکې شوي.

د دغه ادارې له خوا ويل شوي: «په ارزونه کې تر اوسه د ميندوارو د روغتيا او يا د هغوی د ماشومانو د خونديتوب په اړه کومه اندېښنه نه ده ښوول شوې.»

خو په دې اړه لا نورو اړينو ارزونو ته اړتيا ده، په ځانګړي توګه د هغو ښځو په اړه چې په لومړي او دويم ځل واکسين شوي دي، بايد معلومات راټول کړل شي.

د ميندوارۍ په لومړيو دريو مياشت کې په عمومي توګه د ماشوم د زيانولو خطر ډېر لوړ وي خو د امريکا دغه معلومات ښيي چې د کوويد- ۱۹ پر ضد په واکسين شويو ښځو کې دغه خطر لوړ شوی نه دی.

په فرانسه کې بيا کارپوهان نه غواړي هيڅ ډول خطر و نه مني. هلته ميندوارې ښځې هله د کوويد-۱۹ واکسين ترلاسه کولی شي چې له حمل یې درې مياشتې تیرې شوي وي. آلمانی ويروس پيژندونکی دروستن د فرانسې دې کار ته د «ښه» محتاط جوړ جاړي په سترګه ګوري.

د آلمان د زاکسن ایالت روغتيايي چارواکو د واکسين له پاره داسې کوم حد نه دی ټاکلی. هوزمن په دې اړه وايي: «موږ د امريکا او نورو هيوادونو د معلوماتو پر اساس پريکړه کړې ده، چېرته چې هغوی د واکسيناسيون توصيه کوي او وايي چې دا خوندي دي.»

عمومي توصيه ده چې ميندوارو د « mRNA» واکسينونه لکه بايونتک – فایرز او يا مودرنا واکسينونه بايد ورکړل شي.

په امريکا او اسرائيل کې زياتره دغو ښځو ته همدا واکسينونه ورکړل شوي دي او په لاس راغلي معلومات هم ښيي چې دغه واکسين اغیزمن او خوندي دي.

هوزمن وويل: «دا ثابته شوې چې [اړينه] انتي باډي د پلاسنتا يا جقت جنین له لارې ماشوم ته رسېږي.» انتي باډي د واکسين د ترلاسه کولو وروسته په بدن کې جوړيږي.

هوزمن زياتوي چې يوه ښځه پيژني چې لا نه پوهيدله چې حمل لري، د استرازينيکا واکسين یې کړی وو.

دې واکسين ته «ژوندی ضعيف شوی» واکسين ويل کيږي چې د يوه زکام يو عادي ضعيف شوی شکل پکې استعمال شوی دی، څو د کرونا پر وړاندې د بدن مدافع غبرګون را وپاروي.

نوموړې ډاکتره زياتوي چې د اندېښنې خبره نه ده چې دغه ميندواري ښځې دا واکسين ترلاسه کړي. هغه زياتوي: «که چېرې سړی تر واکسيناسيون څو اونۍ وروسته هم کوم علايم ونه ښيي او ځان ښه احساسوي نو معنا دا ده چې واکسين یې ښه زغملی دی.»

خو د هغې په خبره دويم واکسين بيا بايد د « mRNA» وي.

ب. ص/ ن. ز ( JuliaVergin )