1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اِف- ۳۵ الوتکو په هکله د المان د دفاع وزارت بحراني غونډه

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

د «بيِلډ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې په حواله د المان دفاع وزارت له امریکا څخه د اِف- ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پلان شوې پيرودنې په هکله د دوشنبې په ورځ بېړنۍ غونډه کوي.

https://p.dw.com/p/4KRy7
F-35 Kampfjet
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د ورځپاڼې په حواله په دې غونډه کې به د بودیجې په برخه کې د مسئولیت لرونکې کمیټې غړي هم ګډون وکړي. د دې غونډې پسمنظر د یوې محرمې پيرودنې وړاندیز وو چې په هکله یي نوموړي وزارت د دې معاملې د جدي خطرونو په هکله خبرداری ورکړی و.

د امریکايي کمپنۍ «لاکهید مارتین» جوړ جټ الوتکې چې رادار یي نه شي کشفولی، د نړۍ تر ټولو مودرنه جنګي الوتکې بلل کیږي. څو ورځې مخکې د المان صدارعظم اولاف شولڅ ویلي وو چې غواړي په نږدې وخت کې دغه فرمایش عملي کړي.

د «بيلډ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې په حواله خبره له اړونده وسلو او تجهیزاتو سره د ۹،۹۹ میلیارده یورو په ارزښت د ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پلان شوې پيرودنې ده. 

بیربوک سعودي عربستان ته د وسلو د لیږلو دفاع وکړه

په پام کې ده چې د بودیجې کمیټه باید د دسمبر میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې د تدارکاتو منظوري ورکړي. خو د دفاع وزارت په دې برخه کې د خطرونو په هکله خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبره د نورو ترڅنګ دا خطر موجود دی چې آیا الماني پوځ به وتوانیږي چې تر ۲۰۲۶م کاله پورې د بوشل هوایي ډګر د اِف- ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پرواز کولو له پاره اماده کړلی شي او که څنګه؟

د امریکا امنیتي غوښتنې ډیرې پیچلې دي. د آلمان د دفاع وزیرې کرستینه لامبریشت څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې هغې ویلي دي: «د الوتنې له پیلیدو څخه مخکې د وخت په اساس ځنډیدنې او اضافي لګښتونه نه شو ردولی.»

سربیر پر دې، د نوموړي ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د دفاع وزارت نه غواړي دا تضمین کړي، لکه څرنګه چې پلان شوې وه، له دغو جنګي جټ الوتکو څخه په المان کې استفاده وشي. د دغه وزارت په وینا د دې خطر موجود دی چې کیدای شي دغه الوتکې پر خپل وخت په ملي کچه د حکومت له خوا د عملیاتي پرواز کولو جواز ترلاسه نه کړلی شي. په اسنادو کې ویل شوي: «په هغه صورت کې یوازې د محدودیتونو په چوکاټ کې پروازونه پيلیدلی شي.» 

آلمان له اسرائيله د توغنديزې دفاع سپر اخلي

د دغو انديښنو په پام کې نیولو سره د سوسیال دیموکرات ګوند استازی اندریاس شوارڅ، په غوسه شو. د دفاعي بودیجې له پاره د بودیجوي کمیټې د راپور جوړونکې ډلې مشر د بيلډ ام زونټاګ ورځپاڼې ته وویل: «دا د منلو وړ نه ده چې پارلمان یوازې اوس له مشکلاتو څخه خبریږي. زه له وزارت څخه هر اړخیز وضاحت غواړم چې څنګه غواړي خطرونه تر کنترول لاندې راولي. دلته له مسئولیت څخه د اوږې خالي کولو کوښښ کیږي».

د اِف- ۳۵ جنګي جټ الوتکو د پېرلو مصارف د المان د وسله والو ځواکونو له پاره د ځانګړې ۱۰۰ میلیارد یورویي بوديجې څخه ورکول کیږي. دغه بودیجه د المان صدراعظم اولاف شولڅ د فیبرورۍ په پای کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته اعلان کړه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص