1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له اسرائيله د توغنديزې دفاع سپر اخلي

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د آلمان ARD شبکې له حکومتي غونډي څخه خبر ورکړی چې آلمان په دې لټه کې دی چې له اسرائېل څخه د «Arrow 3» دفاعي سیستم واخلي. د آلمان صدراعظم ويلي دي چې په دې برخه کې د ګاونډيو موافقه مهمه ده.

https://p.dw.com/p/4GGbI
Israel I  Israeli Arrow 3 Rakete
د اسرائيل اراو۳ توغندیانځور: Israeli Defence Ministry/AFP

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ په کارلز پراګ پوهنتون کې هم وويل چې د خپلو اروپايي ګاونډیو په مرسته به یو هوايي دفاعي سیستم رامنځ ته شي، خو هغه ونه ويل چې څه ډول سیستم.

آلماني رسنيو پر اوکراين باندي د روسيې د پوځي يرغل يوه مياشت وروسته په مارچ رپوټونه ورکړي ول چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د روسېې د ګواښونو په مقابل کې له پوځ سره د دا ډول یو دفاعي سپر د ایجادولو په هکله خبرې کوي. شولڅ دغه خبرې د آلمان د وسله وال پوځ له عمومي مفتش، ابرهارد زورن سره کړي دي.

د «بیلد ام زونتاګ» ورځپاڼي د رپوټ په حواله، آلماني چارواکو هغه وخت په مشخصه توګه د اسرائيل د «اوسپنې ګنبد» په نوم دفاعي سپر په اړه خبرې کړې وې، خو وايي چې آلمان په احتمال سره له اسرائيله اراو۳ سیستم اخلي.

اراو۳ داسې یو حفاظتي چتر دی چې کولای شي توغول شوي توغندي له ۱۰۰ کيلومترو څخه په لوړه ارتفاع کې د پرواز په حال کې له منځه یوسي. د آلمان صدراعظم ويلي دي چې د دا ډول یو سیستم د جوړولو له پاره له نورو اروپايي ګاونډيو سره موافقه مهمه ده. د اروا درې حفاظتي چتر يا سپر بېه شاوخوا ۲ ميليارده یورو اټکل شوې ده.