1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

یوازي ډوډۍ خوړل، زړه ته تاوان رسوي

۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبه

د امریکايي څېړونکو نوي څېړني ښيي چي په یوازیتوب کي ډوډۍ خوړل ښايي د زړه په ناروغۍ باندي د اخته کیدو خطر ډیر کړي. په تیره بیا د زیات عُمر درلودونکي ښځي له دا ډول خطر سره ډیري مخامخي دي.

https://p.dw.com/p/42sY5
Düsseldorf Bruder-Firminus-Klause Franziskaner-Kloster
انځور: DW/Karin Jäger

د ساینس دیلي د رپوټ په حواله پلټونکي ټینگار کوي چي په یوازیتوب کي ډوډۍ خوړل د گیډي »نس« د لا زیات چاغوالي او د ویني د فشار د لوړیدو سره تړاو لري. کله چي انسانان یوازي وي نو غواړي چي ژر ډوډۍ وخوري چي دا کار زیاتره وخت د یوه انسان د اضافه وزن په محاسبه او د قد او وزن د تناسب د لوړیدو چي BMI هم ورته ویل کیږي او همدارنگه د ویني د فشار او غوړ د لوړالي سبب هم کیږي.

ټول دغه موارد کیدای سي چي د میتابولیک په سندروم د اخته کیدو او د زړه د ناروغۍ خطر لا پسي زیات کړي.

دشمالي امریکا د Menopause Society ټولنی پلټونکي پر ۶۰۰ ښځو باندي تر پلټنو وروسته، دې نتیجې ته ورسیدل چي هغه ښځي چي په یوازیتوب کي ډوډۍ خوري، د نورو ښځو په پرتله لږه انرژي، کاربوهیدرات، غذايي فیبر او پتاسیم ترلاسه کولای سي.

سربیره پردې دغه ښځي تقریباً درې برابره زیات د ځیگر له درد سره مخامخي وي چي زړه ته د ویني د کم جریان او د زړه د رگونو د ناروغۍ نښي بلل کیږي.

د څېړونکو په خبره په یوازیتوب کي ډوډۍ خوړل کیدای سي د انسان پر روح باندي هم اغیز واچوي او په دپریشن باندي د اخته کیدو خطر ډیر کړي چي همدغه کار د زړه له ناروغیو سره هم تړاو لري.

د دې خبري په پام کي نیولو سره چي ښځي تر نارینه وو ډیر عمر کوي، د هغو ښځو له پاره چي له ټولنیزه اړخه منزوي دي، د لارو چارو پیدا کول چي د ټولنیزو اړیکو ساتل دي، نه یوازي دا ممکنوي چي د هغوی د تغذیې کیفیت ښه سي، بلکي په بشپړ ډول به د هغوی د زړه سلامتي هم مخ په ښه کیدو کړي.

GP/NZ/DW.Farsi